د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په ۱۰ کاله بند محکوم شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغې ۱۰) په لس کاله بند محکوم شو.

په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او په دغو ټاکنو کې د عمران خان د ګوند ګډون محدود شوی دی.

عمران خان ته دا سزا په اډیاله زندان کې اورول شوې، چیرې چې هغه د اګست په میاشت کې د نیول کېدو راهیسې قید دی. عمران خان پر ځان باندې د محکمو د بې شماره دوسیو موخه واک ته د هغه له بیرته ستنیدو څخه مخنیوی بللی دی.

همدا سزا د هغه د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي ته هم ورکړل شوې ده چې د عمران خان په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.

د ګوند یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "پخوانی صدراعظم عمران خان او د تحریک انصاف مرستیال قریشي هر یو په لس لس کاله بند محکوم شوي دي."

حکومتي رسنیو هم د هغوی د محکومیت او سزا خبر ورکړی دی.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي هم په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي هم په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د دواړو کسانو پر ضد قضیه د هغو تورونو پورې تړاو لري چې دوی محرم دولتي اسناد افشا کړي دي.

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و، او د پوځ د ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته د نه باور رایې ترلاسه کولو په نتیجه کې له واک څخه ګوښه شو.

د اپوزیسیون د مشر په توګه هغه د لوړ پوړو چارواکو په وړاندې د بې ساري مخالفت کمپاین پیل کړی، او چارواکي یې تورن کړي چې د متحده ایالاتو په ملاتړ دسیسه کې یې هغه له واک څخه ګوښه کړی او د هغه د وژلو پلان یې جوړ کړی چې له امله یې هغه ټپي شوی و.

عمران خان د می په میاشت کې د لنډ وخت دپاره ونیول شو. حکومت د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې رامنځته شوې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې پر تحریک انصاف د فشار د اچولو د توجیه کولو دپاره وکارولې چې په نتیجه کې یې د ګوند ډیر لوړ پوړي مشران تښتېدلي او یا په پټه کې ژوند کوي.

د بشري حقونو فعال او سیاسي شنونکي توصیف احمد خان وویل، "دا د عدالت وژنه ده... مګر د خلکو په منځ کې به د هغه شهرت په چټکۍ سره وده ومومي ځکه چې د هغه سره خواخوږي به د دې سخت ظلم له امله زیاته شي."

د عمران خان ګوند ته په انتخاباتو کې د بیټ نښان نه ورکول کیږي
تحریک انصاف د عمومي ټاکنو په درشل کې تر ډیره له عامه صحنې څخه لیرې و. له ګوند څخه د هغه ټاکنیز نښان (بېټ) اخیستل شوی او ډیری کاندیدان یې مجبور شوي چې په انفرادي توګه ټاکنو ته ودریږي.

په ورته وخت کې نواز شریف، چې درې دورې یې د صدراعظم په توګه پر پاکستان واکمني کړې، له جلاوطنۍ څخه راستون شوی او په محکمو کې د هغه په خلاف بې شمیره دوسیې له منځه وړل شوي دي.

شنونکي وايي دا د دې نښه ده چې نواز شریف د لوړ پوړو چارواکو د خوښې وړ نوماند دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان له منحل کېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې ټاکنې وشي. پارلمان پنځه میاشتې وړاندې په اګست کې منحل شوی و.

د ټاکنو کمیسیون په ۲۰۲۳ کې د نوې سرشمیرنې وروسته د ټاکنیزو حوزو د حدودو د بیا تنظیمولو دپاره وخت ته اړتیا ددې ځنډ لامل وبلله.

په پاکستان کې دا وخت سرپرست حکومت په واک کې دی چې د دغه هېواد د پوځ له خوا د منلو وړ ګڼل کیږي.