طالبان: د چین ولسمشر زموږ د سفیر باور لیک ومانه 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه جنوري ۳۰ (سلواغه ۱۰) اعلان وکړ چې د چین ولسمشر شي جینپینګ یې د سفیر باور لیک ومانه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او تر دې دمه هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی او د ځینو مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې اسدالله بلال کریمي «د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي» په توګه خپل باورلیک د چین ولسمشر ته وسپاره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر نن سه شنبه په دې اړه وویل چې دوی دا راپورونه لیدلي دي او «زه فکر کوم چې د چین حکومت په دې اړه غږیږي چې دا یې په اړیکو کې څه مانا لري او ایا طالبان یې په رسمیت پېژندلي که نه».

د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي دي که نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانستان د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کړي.

میلر یو ځل بیا ټېنګار وکړي چې «له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو روابط د هغوی په اعمالو» پورې تړلي دي .

بلخي همدغه راز ویلي دي چې کریمي د خپل باور لیک د سپارلو په مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدلي دي. کریمي تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ته خپل باور لیک وسپاره او په چین کې یې د افغانستان سفارت مسئولیت ومانه.

څه موده مخکې طالبانو اعلان وکړ چې د دوی رئیس الوزرا محمد حسن اخند د افغانستان لپاره د چین د سفیر باور لیک ومانه.

تېره میاشت د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند وانګ وینبن څخه وپوښتل شول چې ایا بیجینګ طالبان په رسمیت پېژني؟ هغه وویل: «د افغانستان د یو لرغوني ګاونډي په توګه، چین په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا ونه ساتل شي.»

هغه زیاته کړه: «هیله لرو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي، ټل شموله او ازاد تشکیلات ولري، معقولې او منځلارې داخلي او بهرنۍ تګلارې خپلې کړي، د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره جدي چلند وکړي، له ټولو هېوادونو او په خاص ډول له خپلو ګاونډیانو سره ښه روابط ولري او ځان د نړیوالې ټولنې سره ګډ کړي.»

طالبانو له شاوخوا دوو کالونو راهېسې له متوسطه ټولګیو ورپورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي او ښځې، له روغتیايي او تعلیمي برخې پرته، نه پرېږدي چې په ادارو کې کار وکړي.

بیجینګ تېرکال طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د افغان ښځو په اړه د سخت دریځ له کبله به ونه شي کړای چې په ټولنې کې ومنل شي. خو چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ته یې رسمآ خپل سفیر معرفي کړی. پاکستان، ایران او روسيې هم د طالبانو دپلوماتان منلي دي خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت پېژندلی نه دی.

چین په افغانستان کې د کانونو د استخراج په ګډون په یو لړ پروژو کې پانګونه کړې ده او تجارتي راکړه ورکړه هم ورسره لري.

د طالبانو حکومت هم ویلي دي چې غواړي رسمآ د چین د «یو کمر بند او یوه لار» په پروژې کې داخل شي.