د داعش په اړه د پاکستاني طالبانو د پخواني قومندان څرګندونې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


امید دیدار

د پاکستاني طالبانو تحریک یو پخواني قومندان احسان الله احسان له یوې هندۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي دي چې پاکستان غواړي د داعش ډلې څخه په استفادې خپل نفوذ افغانستان کې ډېر کړي. طالبانو ویلي داعش افغانستان ته ګواښ نه شي پېښولی.

د ټي ټي پي پخواني قومندان احسان الله احسان له یوې هندۍ رسنۍ « The Sunday Guardian» تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان غواړي له داعش ډلې په ګټنې په افغانستان کې خپل حضور ډېر کړي. د پاکستاني طالبانو د تحریک دې پخواني قومندان د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې ته په اشارې ویلي دي، چېپاکستاني ځواکونو هڅه کوله چې داعش جنګیالي افغانستان ته داخل شي.

د دغې مرکې په یوې برخې کې راغلي: «د پاکستان پوځ په دې هڅه کې و، چې داعش ترهګر د افغانستان خاورې ته داخل کړي او د دې موخې د تعقیب له پاره یې ځواکونو پر کرښه شخړې ته لمن وهله، چې داعش وشي کولی افغانستان ته ننوځي. په داسې حال کې چې د افغانستان ساتونکي په وسلو مجهز ګاونډي سره په جګړه اخته وو.»

دغې هندۍ رسنۍ ته د معلوماتو ورکولو پر مهال د ټي ټي پي پخواني قومندان احسان الله احسان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د ده په ټکو، ترسره کړی عمل د پاکستان له لوري هندوستان سره پر پوله «د کشمیر په څېر» هڅه بللې ده.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

احسان الله احسان ویلي: «زما د معلوماتو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې داعش هڅه کوله چې د پاکستان له پولې تېر شي، چې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول.»

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبېح الله مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکې کې ویلي، داعش د افغانستان له پاره لوی ګواښ نه دی او دغه ډله نه شي کولی چې د افغانستان له خاورې ګاونډیانو ته ګواښ پېښ کړي.

هغه ویلي: «د هېواد پولې خوندي دي او امنیتي ځواکونه هر ډول خطرونو ته متوجې دي. موږ په دې باور نه یو، چې داعش له کوم اړخه داسې پدیده شي، چې ستونزه جوړه کړي.»


پاکستان تل ویلي دي چې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د دغې هېواد امنیت ګواښي او د طالبانو اداره یې له پاکستاني طالبانو سره په مرستې تورنه کړې، هغه تورونه چې طالبان یې ردوي.

پاکستانو چارواکیو د ټي ټي پي د پخواني قومندان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان او عدنان رشید، د ارشیف انځورد پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان او عدنان رشید، د ارشیف انځور
د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان او عدنان رشید، د ارشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/H. Muslim
د سیاسي چارو شنونکي وايي، داعش او نورې وسله والې ترهګرې ډلې د ځینو هېوادونو له لوري جوړې شوې پروژه‌يي ډلې دي، چې د ځینو نورو هېوادونو ګټې پرې ګواښي.

سیاسي شنونکي محمد اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل، افغانستان کې د سوریې او عراق داعش نه، بلکې هغه داعش دی چې ځيني پاکستاني چارواکي يې تر شاه ولاړ دي: «هغه داعش چې په سوریه او عراق کې وو، زه فکر نه کوم چې په سیمه کې موجود وي. لیکن دا هغه داعش دي چې د پاکستان استخبارات یې تر شاه ولاړ دي. اوس غواړي چې په دې وسیله بلې جګړې ته لمن ووهي او افغانستان او سیمه په ناامنۍ بدله کړي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه عزیز معارج هم له دویچه ویله سره په خبرو کې پر اوسنیو واکمنو غږ وکړ، چې د داعش ډلې د له منځه وړلو او مخنیوي له پاره دې اقدامات وکړي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ له دیوه ګل درې داسې رپوټونه ورکړل شول، چې داعش ډلې یو ځايي کس طالبانو ته د جاسوسۍ په تور وژلی او ولسي وګړیو په سیمه کې د دغې ډلې له حضور اندېښنه ښودلې؛ خو د طالبانو ادارې د دغې خبر پخلی نه دی کړی. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یو شمېر لویو او کوچنیو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې خراسان څانګې پر غاړه اخستی.