متقي د سیمې هېوادونو استازو ته: نړۍ ته 'د افغانستان عیني واقعیتونه' وړاندې کړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت د غونډې کوربه، امیرخان متقي د دوشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) په دې غونډه کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې نړیوالو ته د افغانستان "واقعیتونه" بیان کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د نننۍ غونډې موخه "د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ ییزو همکاریو د پراختیا دپاره د سیمې په سطحه د همغږۍ رامنځته کول" بللې ده.

متقي پرته له دې چې کوم مشخص لوري ته اشاره وکړي، د سیمې د هېوادونو له استازو څخه وغوښتل چې د دوحې په ناسته کې "د افغانستان عیني واقعیتونه" نورو خواوو ته ورسوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره د دوحې غونډه د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوښت جوړه شي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي پر سیمه ییز اتصال او همکارۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، چې افغانستان په هېڅ هېواد کې ناامني او بې ثباتي نه غواړي. هغه وويل: "په نږدې تیرو دوه نيمو کلونو کې د افغان حکومت تګلارې دا وښوده، چې نوی افغانستان په سيمه کې خپلې ګټې د یو ګټونکې ميکانيزم په چوکاټ کې تعريفوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکې ده.

خو متقي د دې غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د افغانستان د حکومت او حکومتدارۍ اوسني جوړښت ته باید درناوی وشي. هغه وويل، تېرو تجربو ښودلې، چې له بهره افغانستان ته د حکومت نسخې وړاندې کول، اغېزمنې نه دي.

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې د یوناما په موجودیت کې د ملګرو ملتونو نوي استازي او ماموریت ته اړتیا نشته او د هغه په وینا، د طالبانو حکومت د ګډو مسلو او اندیښنو په اړه د بحث جوګه دی او چمتووالی ورته لري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتي وو، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره نوی استازی وټاکي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په داسې حال کې د دې ډلې د حکومت د اغیزمنتوب او چلند څخه دفاع کوي، چې پر دغه ډلې تل د نړیوالو لخوا د یو قوم او د یوې سیمې لخوا د حکومت په جوړولو نیوکې شوي دي. همدارنګه د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې بندیزونو هم د دغې ډلې حکومت له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ کړی دی.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې حکومت د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې، ترکمنستان او هند په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کښې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قومی وویل: "د تهران له نظره په دغه هیواد [افغانستان] کې له توکمپالنې پرته حکومتداری او له ګاونډیو هیوادونو سره ښه ګاونډیتوب د سیمه ایزې پروسې د پرمختګ دوې مهمې مؤلفې دي."

ایراني چارواکو تل په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی چې ټول توکمونه او لږکۍ پکې شامل وي. کاظمي قمي د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا پر دې خبرې ټینګار کړی ویې ویل، که چیري‌ په افغانستان کې "له تبعیض پرته حکومت" جوړ شي، نو دسیمې او نړیوالو له خوا به یې هرکلی وشي.

په نننۍ ناسته کې د چین استازي سیمه ییزه همکاري د بین الافغاني خبرو اترو په لاره کې یو اړین ګام وباله او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې یو فعاله غړي شي.

بلخوا په پېښور کې مېشت پاکستانی ژورنالېست او لیکوال سید عرفان اشرف وايي، له دې غونډې څخه د کومې لویې لاسته راوړنې تمه نه شي کېدای. هغه وویل، چې پاکستان په دې غونډه کې خپل ځانګړى استازى هم نه دى لېږلى او يواځې یې د خپل سفارت شارژدافېر لیږلي دی.

نوموړي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل: "پاکستان پوهېږي چې د افغانستان ترڅنګ دریدل د پاکستان لپاره ښه خبره نه ده او په همدې موخه دغې غونډې ته یې خپل لوړ پوړی پلاوی نه دی لېږلی. همدارنګه دې غونډې ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړی استازی اصف دراني د نه لېږلو لامل د هغه د خراب روغتیايي وضعیت ښودل شوی. له همدې امله، د هغه پر ځای د پاکستان د سفارت شارژدافیر په یادې غونډې ګډون کړی."

په لندن کې د ایراني او عربي مطالعاتو د مرکز مشر علیرضا نورزاده امریکا غږ ته وویل، که طالبان د "نړیوالې ټولنې د رضایت" له مخې خپل چلند بدل نه کړي، نو په نړیواله سطحه به هم د دې ډلې د حکومت وضعیت، بدلون و نه مومي." هغه امریکا غږ ته وویل: "د طالبانو چال چلند داسې نه دی چې د سیمې خلک یې ومني."

د کاناډا د لارنشن په پوهنتون کې د امنیت او سولې د چارو څیړونکي، داوود قیومي امریکا غږ ته وویل، چې د سیمې د هیوادونو له مشخصو غوښتنو سره د طالبانو تعامل، د دې ډلې د حکومت د مشروعیت د ترلاسه کولو په بهیر کې اغیزمن تمامیدای شي.

ټاکل شوې وه د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت غونډه د دوشنبې په سهار ترسره شوې وای، خو د طالبانو د چارواکو په وینا د هوا خرابوالی د دې لامل شوه چې یو شمېر ګډونوال له وخت مخکې کابل ته راشي او په پایله کې دغه غونډه د څو ساعتو په ځنډ سره، د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پای ته ورسېده.