فصیح الدین: د عاصم منیر څرګندونې له سپکاوي ډکې دي او د دوی بې کفایتي ښيي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت د پاکستان پوځ د مشر جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا وړ څرګندونې "د بې کفایتۍ ښکارندويي" کوي او له "سپکاوي ډکې" دي.

د طالبانو دفاع وزارت لخوا په دې تړاو یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، دا چې ښاغلی منير "د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی. په داسې حال کې چې دوی {د پاکستان پوځ] نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي."

دا د پاکستان پوځ د لوی درستیز وروستیو څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت لومړنی رسمي غبرګون دی.

د عاصم منیر څرګندونې د عامو افغانانو له غبرګونونو سره مخامخ شوې وې، او ګڼو خلکو له دې کبله د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کوله، چې ولې دغو څرګندونو ته ځواب نه وايي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د زدکوونکو یوې غونډې ته په وینا کې د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره بللی و.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکس پریس ټریبیون لیکلي، چې جنرال منیر په دې ناسته کې د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي چې پاکستان ته دې په بده نه ګوري، که نه، د هغه په ټکو، هېواد یې هر وخت هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

د نوموړي په وینا: "کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي."

جنرال عاصم منیر د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره بللی

هغه دا هم ویلي و، که څوک د نوموړي په ټکو د دوی پر ماشومانو بریدونه کوي، دوی به ورپسې وي او له منځه به یې وړي.

خو اوس په غبرګون کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ټینګار کړی، چې "د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي."

د دغه وزارت بیان کې راغلي "نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوي او اتلولۍ، چې څنګه يې د هېواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه، اوس هم په یاد لري."

د طالبانو حکومت د پاکستان د عامو خلکو هم غوښتي، چې "د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي".

د یادونې ته چې د ۲۰۲۱ کال اګست په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو په راوروسته دوو کلونو کې د دواړو خواوو تر منځ اړیکې ورځ تر بلې خرابې شوې ښکاري .

"د کابل تر سقوط وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ۵۱ سلنه زیاتې شوې دي"

خواجه اصف: پر افغانستان د طالبانو بيا واکمنېدو ته خوشاله وو خو دا مو نه انګېرله چې دوی به زموږ 'دښمنانو' ته پناه ورکړي

پاکستان: طالبان دې د اورپکو پرضد ګامونه واخلي؛ مجاهد وايي "افغانستان کې ترهګر نشته"

په دې وروستیو پاکستان کې امنیتي پېښې پام وړ ډېرې شوې

د اړیکو ترینګلتیا یو مهم لامل هم پاکستاني طالبان بلل کېږي چې پاکستان وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت "ټي ټي پي" د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي او دا هم ردوي چې دې ډلې دې د افغانستان خاوره پر پاکستان بریدونو لپاره کارولې وي او یا دې په افغانستان کې پټنځایونه ولري.

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز یو ځل بیا ویلي، چې "په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو بې بنسټه تورونو د رد تر څنګ دغسي ادعاوي د یاد هېواد [پاکستاني] چارواکو د بې کفایتۍ ښکارندویي ګڼي."