پوتین د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا کاندید شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسیې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) په رسمي توګه د ولادیمیر پوتین نوم د مارچ میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندید په توګه ثبت کړ او اټکل کیږي چې پوتین به دغه ټاکنې وګټي.

۷۱ کلن پوتین د دې پیړۍ له پیل راهیسې پر روسیې واکمن دی، او په داسې یو سیاسي سیستم کې یې څلور دورې ولسمشري ګټلې او د لنډ مهال دپاره صدراعظم پاتې شوی، چې اپوزیسیون په حقیقت کې شتون نلري.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وویل چې د پوتین ترڅنګ یې د هغه ښي اړخی وفادار لیونید سلوتسکي د کاندیدانو په توګه ثبت کړی دی.

ټاکنې د مارچ له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې په دریو ورځو کې ترسره کیږي. د کرملین منتقدین استدلال کوي چې دا کار په ټاکنو کې د شفافیت تضمین کول خورا ستونزمن کوي.

په ۲۰۲۰ کې په اساسي قانون کې له جنجالي اصلاحاتو وروسته، پوتین کولی شي لږترلږه تر ۲۰۳۶ کال پورې په واک کې پاتې شي.

د بشري حقونو ډلې وايي، په تېرو ټاکنو کې بې نظمۍ شوې او ښايي په راتلونکو ټاکنو کې خپلواک څارونکي د رایو له څارنې منع شي.

په داسې حال کې چې تمه نه کیږي چې پوتین به په راتلونکو ټاکنو کې له کومې ریښتینې سیالۍ سره مخ شي، د هغه لیبرال سیال بوریس نادزدین د کاندید په توګه د نوم لیکنې لپاره د اړتیا وړ لاسلیکونه راټول کړي دي.

خو لا روښانه نده چې ایا هغه ته به اجازه ورکړل شي چې ټاکنو ته ودریږي، او کرملین ویلي چې نادزدین د جدي سیال په توګه نه ګڼي.