وسله والو د پاکستان پولې ته څېرمه په ایران کې نهه بهرني اتباع وژلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) راپور ورکړ چې وسله والو د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران په جنوب ختیځ کې نهه بهرني اتباع وژلي دي.

دا وژنې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې د یو بل پر سیمو بریدونه وکړل.

د ایران رسمي خبري اژانس مهر د عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو نن د شنبې په سهار د سراوان ښار په سرکین سیمه کې په یو کور کې نهه تنه غیر ایراني اتباع وژلي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه مرګوني برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی

سیستان - بلوچستان د ایران یو له څو محدودو ولایتونو څخه دی، چې اکثریت اوسیدونکي یې سني مذهبه دي.

دا سیمه د پولې پورې اخوا دیخوا ډزو په ګډون د جنایي ډلو لخوا د مخدره توکو د قاچاق او د بلوڅ د قومي لږکیو د یاغیانو او اسلامپالو ډلو د تاوتریخوالي شاهده ده.

د جنورۍ په ۱۸مه، پاکستان د ایران سره په سرحدي سیمه کې په هوايي بریدونو کې د اورپکو مرکزونه په نښه کړل. دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې ایران د پاکستان په خاوره د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونو وکړل.

تهران ویلي دي چې په پاکستان کې یې د جیش العدل اسلامپالې ډلې مرچلې یې په نښه کړي چې په وروستیو میاشتو کې یې په ایران کې وژونکي بریدونه تنظیم کړي وو.

د جیش العدل ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې رامنځته شوه، ایران د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

د ایران بریدونه چې د پاکستان په وینا لږ تر لږه دوه ماشومان په کې وژل شوي، د اسلام اباد له سختو نیوکو سره مخامخ شول. دغه هېواد له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او اسلام اباد ته یې د ایران د سفیر د راتګ مخه ونیوله.

تهران هم د دغه هېواد په خاوره کې د پاکستان د بریدونو له امله له پاکستان څخه خپل شارژدافیر وروغوښت. د ایران په خاوره کې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

خو د دواړو هېوادونو چارواکو تېره دوشنبه اعلان وکړ چې د تاوتريخوالي د کمولو او د خپلو ډيپلوماتيکو فعاليتونو د بيا پيلولو پرېکړه يې کړې او د دواړو هېوادونو سفيران تهران او اسلام اباد ته ستنېږي.