جنرال عاصم منیر: "د یوه پاکستاني خوندیتوب" له ټول افغانستانه غوره دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره بللی.

نوموړي دا لانجمنې څرګندونې او خبرداري په اسلام اباد کې د زدکوونکو یوې غونډې ته کړې دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکس پریس ټریبیون لیکلي، چې جنرال منیر په دې ناسته کې د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي چې پاکستان ته دې په بده نه ګوري، که نه، د هغه په ټکو، هېواد یې هر وخت هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

د نوموړي په وینا: "کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي."

ښاغلي منیر دا هم ویلي، که څوک د هغه په ټکو د دوی پر ماشومانو بریدونه کوي، دوی به ورپسې وي او له منځه به یې وړي.

د پاکستان د دغه لوړ پوړي پوځي مشر دا څرګندونې یوازې یوې پاکستان رسنۍ خپرې کړې دي.

هغه همداراز ادعا کړې چې پاکستان پنځه لسیزې افغانانو ته ډوډۍ ورکړې، خو په وینا یې، افغانستان هېڅکله له پاکستان سره ملګرتیا نه ده ښودلې.

عاصم منیر وایي کله چې پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په ملګرو ملتونو کې د رایې اچونې لپاره وړاندې شو، افغانستان یوازینی هېواد وو چې د پاکستان د خپلواکۍ مخالفت یې کړی.

نوموړي دارنګه تور پورې کړی چې په بلوچستان کې بغاوت دی او افغانستان د هغوی ملاتړ کړی دی. افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دغه ډول څرګندنې "بې بنسټه" بللې دي.

بل خوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو یوه چارواکي هلته ازاد خبریال طاهرخان ته ویلي، چې په اېکس پریس ټریبیون کې چې کوم جملې د پوځ د مشر په حواله راغلې، دا د هغوی په خپلو ادبیاتو لیکل شوي.

خو خبریال طاهر خان بي بي سي ته وویل چې د پوځ دغه چارواکي دا هم نه ده رد کړې چې مشر یې دا ډول څرګندونې نه دي کړې.

نوموړی وایي د پاکستان پوځ چې کله غواړي دا ډول څرګندونې وکړي، په رسمي چوکاټ کې یې نه خپروي بلکې د نارسمي ویناوو په توګه یې ځینو رسنیو ته استوي او هغوی یې بیا خپروي.

د پاکستان پوځ هم په رسمي توګه د خپل مشر د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جنرال منیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په دې وروستیو کې د دواړو خواوو تر منځ اړیکو کې ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د اړیکو ترینګلتیا یو مهم لامل هم پاکستاني طالبان بلل کېږي چې پاکستان وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.