د زده کړې نړيواله ورځ: د نجونو د مکتبونو د پرانيستلو غوښتنه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


نړيوال سازمانونو د زده کړو د نړيوالې ورځي په مناسبت يو وار بيا د افغان نجونو د زده کړو پر حق ټينگار وکړ او د نجونو د مکتبونو د پرانيستلو غوښتنه يې کړې ده.

د جنورۍ ۲۴ چي د زده کړې نړيواله ورځ ده، د نړۍ په ډيريو هيوادونو کي، له کرکې سره په مبارزه کي د تعليم او ښوونکو د نقش په اړه موضوعگانو سره لمانځل کيږي، خو په افغانستان کي لاهم تر ټولو مهمه موضوع زده کړو ته د لاسرسي ده.

د ۲۰۲۱م کال د اگست په نيمايي کي په افغانستان کي بیا طالبان واک ته ورسېدل او په تدريج سره يې پر ښځو او نجونو محدوديتونه وضع کړي دي.

هغوی له شپږم ټولگي پورته نجوني له زده کړو او تعليم څخه منع کړي او په نړيوالو بڼسټونو کي يې د ښځو پر کار بنديز لگولی دی. د طالبانو دغه کار د نړيوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ سوی دی.

دبخښني نړيوال سازمان هم د زده کړې د نړيوالي ورځي په مناسبت وويل چي په افغانستان کي نجوني ډير ژر او پرته له قيدوشرط څخه د مکتبونو د پرانيستلو غوښتنه کوي. نوموړي سازمان په خپله ايکس پاڼه کي ليکي دي چي د ښوونځي د سن نجوني، له دغه ډول يوه حالت څخه هم ناهيلي سوي او هم هيله لري چي د مکتب دروازې دي بيرته پرانيستلې سي.

په اسلام اباد کی افغان ماشومان ته وړیا ښوونځی

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي روزا اوتنبايوا، هم د زده کړې په نړيواله ورځ، زده کړوته د ټولو د لاس رسيو غوښتنه وکړه: «په افغانستان کي زده کړې د ټولو له پاره، نجونو، هلکانو، ښځو او نارينه وو له پاره له يوه حق څخه مهمه موضوع گڼل کيږي. دا د افغانستان د راتلونکي له پاره يو اساس دی.»

اوتنبايوا په هغه ويديو کي چي نن په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سازمان د مرستيال هيئت »يوناما« په فيسبوک پاڼه کي خپره سوه، د افغانستان ښځو او نجونو ته وويل: «ملگري ملتونه ستاسو په څنگ کي دي او ستاسو د فعاليتونو او راتلونکي ملاتړ کوي. دا يوازي د لويديځو هيوادونو غوښتنه نه ده، بلکي د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.» هغې همدارنگه له طالبانو څخه د ټولو له پاره زده کړو د حق د لاښه کيدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ځانگړې استازې په وينا، له مکتب څخه د نجونو پر محروميت باندي د طالبانو فشار، ټولو افغانانو ته زيان رسوي او دغه هيواد همداسي منزوي ساتي. هغه له طالبانو غوښتي دي چي دا درک کړي چي تعليم او تربيه د يوې ټولنې د سولې او هوسايي له پاره يو حياتي امر دی.

 له شپږم څخه پورته پر هغو نجونو سربيره چي مکتب ته له تلو څخه منع سوي دي، هغه کوچنيان چي مکتب ته هم ځي له سختو مشکلاتو لکه کښته درسي کيفيت، د امکاناتو نشتوالی او لوږي له بحران سره مخامخ دي.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال پروگرام «ډبليو اف پي» نن چهارشنبه (۲۰۲۴م کال د جنوري ۲۴) د زده کړو د نړيوالې ورځي په مناسبت په ايکس پاڼه (پخواني تويتر) کي ليکلي دي چي په افغانستان کي ډېر کوچنيان وږي مکتبونو ته ځي. د خوراک نړيوال سازمان په اوس مکتب ته د تگ په موخه د هغوی د تشويق له پاره بيسکوټ ورکوي. دغه پروگرام په مکتب کي د زده کړي له پاره د ډوډۍ د خوړلو پر اهميت ټينگار کړی دی.

د ملگرو ملتونو د پراختيا پروگرام «يو ان دي پي» د وروستي رپوټ له مخي چي تيره اونۍ خپور سو، له هرو لسو افغانانو څخه، اوه يې د خوراک، صحي مراقبتونو او کار په برخه کي د ورځني ژوندانه لومړنۍ اړتياوي نه سي پوره کولای.