ملګري ملتونه بله میاشت په قطر کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي چې ټاکل شوې ددغې ټولنې په کوربتوب به د راروانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ باندې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه دوییمه مشورتي غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې په دې جوړیدونکي غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د سیمه ییزو سازمانو استازي برخه واخلي.

ښاغلي دوجاریک وویل: " ددې غونډې هدف په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتولی شو".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند د وینا له مخې ددغې غونډې د جوړیدو په اړه کار لا روان دی.

په قطر کې دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې لا تر اوسه دا څرګنده نه ده چې غونډې ته به د طالبانو او د ښځو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او که نه.

د ملګرو ملتونو له خوا د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې په لومړۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار په دې غونډه کې د افغان میرمنو د استازو په ګډون باندې ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې په دې راروانه غونډه کې دې افغان میرمنو ته په پشپړ ډول د ګډون امکانات برابر کړي.

هیدر بار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بحران د دوو لارو ژوریږي، یو دا چې طالبان په اغلب ډول د سپکاوي ډکو نوو سیاستونو ته مخه کړې او دوییم دا چې د شتو سیاستونو پلي کول چې په پرله پسې ډول په کې سختوالی راځي لږ ترسترګو کیږي او خطرناک دي.

ملګرو ملتونو د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سرکې د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د یو دوه ورځینی کنفرانس ګوربتوب کړی وو.

ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې هدف "د طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی" ښودلی وو.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دغه غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی وو.

د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.