یونیسف: د کلیو په ښوونځیو کې شاوخوا ۷۸۳زره افغان ماشومان زده کړې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د ماشومانو د ساتنې ادارې د ګډو خپرو شویو معلوماتوله مخې اوس مهال د افغانستان په کلیوالي ښوونځیو کې ۷۸۲ زره او ۹۳۳ ماشومان په زده کړو بوخت دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د ماشومانو د ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې ددغه شمیر ۴۷۰ زره یې نجونې دي.

ددغو معلوماتو پراساس اوس مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په کلیوالي ښوونځیو کې ۲۴ زره او ۴۲۸ ټولګي پرانیستې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف د تیر کال د مۍ ۱۷ (ثور۲۷) ویلي و په پام کې لري چې د ۲۰۲۳ کال ترپایه په افغانستان کې د ځنیو مرسته کوونکو نړیوالو ادارو په ملاتړ د کلیوالو ښوونځیو د ټولګیو شمیر ۲۱ زرو ته ورسوي.

یونیسف د جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۷) په افغانستان په کلیوالو ښوونځیو کې د ۹۵۰ نوو ټولګیو د پرانیستلو خبر ورکړی و او ویلي و چې په دغو ټولګیو کې به ۱۴۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړو امکانات برابر شي.

یونیسف ویلي و چې د نوو ټولګیو د پرانیستلو په برخه کې جنوبي کوریا ورته مالي ملاتړ برابر کړی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې په دغو ښوونځیو کې له ۲۵ زرو څخه زیات ښوونکي ګمارل شوي دي.

دغو دواړو ادارو ویلي چې په کلیوالو ښوونځیو او دولتي ښوونځیو کې شاوخوا یو میلیون او ۲۵۸ زره ماشومانو ته یې د زده کړو ممد مواد برابر کړي دي.

په کلیوالو ښوونځیو کې ماشومان د افغانستان په هغو سیمو کې زده کړي کوي چې کورونه یې ښوونځیو ته د تللو له ساحو څخه لیرې دي او یا هم د ځینو عواملو له مخې په ښوونځیو کې له زده کړو پاتې شوي دي.

ماشومان په دغو ښوونځیو کې تر درییم ټولګي پورې زده کړې کوي او ددغو ښوونځیو څخه د فراغت وروسته په دولتي ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.