کابلوف: له طالبانو سره د تعامل او افغانستان کې د ټول شموله حکومت په اړه غونډه جوړېږي 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د جنورۍ تر پای پورې به د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه غونډه جوړېږي.

کابلوف د روسیې د تاس خبري اژانس ته ویلي دي چې په دغې غونډه کې به «له اوسنیو افغان مقاماتو سره د تعامل، ټول شموله حکومت د جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه يي توکو سره تړلیو جرایمو په اړه» بحثونه وشي.

د تاس خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکلي دي چې په غونډې کې ګډون کوونکي هېوادونه د غونډې لپاره ځانونه چمتو کوي او ځای او وخت به یې هم ژر معلوم شي.

لا معلومه نه ده چې د طالبانو استازي به هم په دې غونډې کې برخه اخلي که نه، خو تر دې مخکې په دا ډول غونډو کې یې استازو ګډون کړی و.

روسیې، چین، ایران او پاکستان لا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی، خو دغو هېوادونو د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او د طالبانو دپلوماتان یې هم منلي دي.

نړیواله ټولنه او په خاص ډول ایران، روسیه او تاجیکستان په وار وار تاکید کړی دی چې باید په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ شي، خو طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټول شمول دی.

کابلوف ویلي دي چې د پاکستان او ایران ترمنځ ورستۍ سرحدي شخړې به دا غونډه ګډوډه نه کړي.

ایران څو ورځې مخکې په پاکستان کې د«جیش العدل» په ډلې باندې برید وکړ. تهران جیش العدل تورنوي چې په ایران کې یې یو لړ خونړي بریدونه کړي او د ایران حکومت په ضد جنګيږي.

پاکستان د ایران د برید په ځواب کې وویل چې په ایران کې یې یې دننه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په مرکزونو برید کړی دی. اسلام اباد بلوڅ بیلتون غوښتونکي په یو لړ خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د ایران په برید کې لږ تر لږه دوه ماشومان ووژل شول. اسلام اباد دا برید وغنده او له تهران څخه یې خپل سفیر بېرته وروغوښت.