د اسرائیلي پوځیانو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ؛ غزه کې ۲۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په ورځ اعلان کړی، چې په غزه کې د دوی ۲۴ عسکر وژل شوي دي. دا په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د ځمکني برید له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

په عین حال کې فلسطینیان وايي، د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخته بمباريپرې شوې ده. د اسرائیلو پوځ وايي، ډېری وژل شوي سرتېري په یوه ودانۍ کې ځای پر ځای وو او د لاسي بمونو په وسیلې په نښه شوي دي.

د پوځ په وینا له برید وروسته ودانۍ نړېدلې ده.

تر دې مخکې اسرائیلو د غزې په سویل کې په جلا جلا بریدونو کې د خپلو درېیو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د اسرائیلي پوځیانو وژل کېدو تر وروسته، د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوگ ویلي، نن ورځ "د نه زغملو سهار دی."

اسرائیلو اوس د غزې پر سویلي ښار خان یونس خپل بریدونه متمرکز کړي دي. د اسرائیلو پوځ وايي باور لري، د حماس اصلي مرکز په دې سیمه کې دی.

په همدې حال کې د فلسطین سرې میاشتې اداره وايي، په خان یونس کې یې دفتر د اسرائیلي توپچي ډزو له امله زیانمن شوی دی او هغه خلک چې هلته یې پناه اخیستې وه ټپیان شوي دي.

راپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونو هم د ساحلي سیمې پر لور ورته پرمختګ کړی دی. اسرائیلو دا سیمه د خوندي سیمې په توګه طبقه بندي کړې ده.

تېره ورځ د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي و، پر غزه د اسرائیلو په بمباریو کې له ۲۵۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا د یوه فلسطيني دولت له جوړېدو سره د مخالفت له ښودلو وروسته ملګرو ملتونو او بریتانیا د فلسطيني دولت جوړېدل د حل یوازينۍ لاره بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم ویلي چې د فلسطینیانو د خپل دولت جوړولو حق باید ټول لوري ومني.

ښاغلي ګوتېرېش د یوګاندا په پلازمېنه کمپالا کې د ناپېيلي غورځنګ سرمشریزې ته په وینا کې دا خبره کړې.

خو له دې ټولو سره پر غزه د اسرائيلو درنې بمبارۍ لا هم روانې دي.

بلخوا د اسرائیل کابينې داسې پلان تصویب کړی چې له مخې يې د فلسطينانو د مالیو پیسې کنګل او درېیم هېواد ته د ساتنې لپاره سپارل کېږي.

له نتنیاهو سره په کور د ننه د جګړې د دوام په اړه مخالفتونه ورځ تر بلې په ډېریدو دي. تېره ورځ زرګونو کسانو د هغه کور مخې ته لاریون کړی وو او له غزې یې د خپلو یرغمل شویو د خوشي کولو غوښتنه کوله دوی له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې ډېر څه وکړي.

په همدې مهال ویل شوي ښاغلی نتنیاهو له هغه اټکله ډېر لېرې ښکاري چې ویلي یې و په غزه کې د حماس تر بشپړې نابودۍ به جګړې ته دوام ورکړي.

تازه د امریکا اطلاعاتي بنسټونو رپوټ خپور کړی چې اسرائیلو د جګړې له ټول توان سره تر اوسه له "شل سلنې تر دېرش سلنې" د حماس ځواکونه وژلي.