دمشق کې اسرائیل ته په منسوب برید کې د سپاه پاسداران مهم چارواکي وژل شوي؛ ایران د ځواب ویلو ګواښ کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تهران تایید کړه چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې د سپاه پاسداران پنځه "جګپوړي پوځي سلاکاران" وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر یوه بیان کې ویلي، چې دا برید د دمشق په المزه سیمه کې شوی او د سوریې یو شمېر سرتېري هم پکې وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران بیانیه کې د وژل شویو کسانو نومونه حجت الله امیدوار، علي اقازاده، حسین محمدي او سعید کریمي یاد شوي، خو د هغوی د پوځي رتبو وضاحت نه دی شوی.

تر دې مخکې ایران کې ځینو خبري سرچینو لیکلي و چې په دغه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مرستیال صادق امیدزاده هم وژل شوی.

ویل کېږي د دمشق په المزه سیمه کې تر ډېره بهرني سفارتونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پرتې دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې څلور توغندي توغول شوي او یوه څلور پوړیزه ودانۍ پکې په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د ایران بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د اسرائیل لخوا "یرغلیز او پاروونکی" ګام بللی او له دولتونو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې ویې غندي.

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، "د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا پرله پسې سرغړونې" د غزې په جګړه کې د اسرائیل د کمزورتیا له کبله او "سیمه کې د بې ثباتۍ د پراختیا" د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې "د ایران پوځي سلاکاران د سوریې حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد کې حضور لري" او دا چې ګوندې له دمشق سره "په ترهګرۍ ضد مبارزه، د سولې، ثبات او امنیت د دوامداره ټینګښت په هڅو کې مهم رول لري."

د ایران بهرنیو چارو زوارت ویاند دا هم ویلي، چې تهران په مناسب وخت او ځای کې د دغه برید ځوابولو لپاره خپل حق خوندي ګڼي."

د ایران د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د حکومت مهم متحد او ملاتړی پاتی شوی.

اسرائیل تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په وار وار سوریه کې د ایران پر اړوندو اهدافو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ایران د پوځي سلاکارانو په نښه کېدل

رضی موسوي چې تېره میاشت ووژل شو، قاسم سلیماني ته تر ټولو نږدې کس ګڼل کېده

اسرائیل تر دې مخکې هم په وار وار سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله پر اړوندو اهدافو بریدونه کړي دي.

په دې لړ کې همدا تېره میاشت دمشق کې د سپاه پاسداران یو ډېر باتجربه او له کلونو کلونو له دې سیمې سره بلد قومندان 'رضی موسوي' هم ووژل شو.

د سپاه پاسداران جګپوړو چارواکو د هغه تر وژل کېدو وروسته ویلي وو چې "له بشار اسد رانیولې تر ګڼو نورو افرادو د "سید رضی" پر فعالیتونو او خدمتونو خبر" وو، اسرائیل ته هم یوه پېژندل شوې څېره وه او دا چې مخکې یې هم لږترلږه دوه ځله د وژل کېدو ناکامه هڅه شوې وه.

د یادونې ده چې تېر څو کاله سوریه کې د حسین همداني، حسن شاطري، محمد علي مرادخاني او محمد جمالي پاقعله په څېر د سپاه پاسدان ګڼ نور پېژندل شوي قومندانان هم وژل شوي دي.

اسرائیل که څه هم ډېر وخت سوریه کې د بریدونو د مسوولیت له منلو په څنګ تېرېږي خو دا یې په زغرده ویلي چې د لبنان د حزب الله په ګډون د ایران ملګرې ډلې په سوریه کې د ځالو او مرکزونو جوړولو ته نه پرېږدي.

روانه میاشت د سیمې د بل هېواد لبنان پلازمېنه بېروت کې هم یو هوايي برید شو چې د حماس یو مهم مشر 'صالح العاروري' پکې ووژل شو.

ویل کېږي دغه برید هم اسرائیلو کړی.

نو دې ته په پام ویل کېدای شي چې د تېر کال د اکتوبر اوومه د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پيل را وروسته دا ډول بریدونه ډېر شوي دي.

ایران تېره میاشت د عراق اربیل کې راکټي بریدونه وکړل

له دې سره دا اندېښنې هم په ډېرېدو دي چې جګړه ښايي د سیمې نورو هېوادونو ته وروغځېږي یا هم د دوو سرسختو سیمه ییزو سیالانو اسرائیل او ایران ترمنځ نیغ په نیغه ټکر راشي.

او دا اندېښنې ځکه جدي دي چې دمګړۍ منځني ختیځ کې د ایران له ملاتړه درې برخمنې ډلې، د فلسطین حماس غورځنګ، د لبنان حزب الله او د یمن حوثیانو په یوه ډول نه یوه ډول عملآ جګړه کې ښکېل دي.

اسرائیل غزه کې د حماس خلاف د خونړیو عملیاتو پر دوام سربېره وخت ناوخت پر خپله شمالي پوله د لبنان له حزب الله سره هم درنې ډزې تبادله کوي.

حوثیان له نومبر میاشتې راهیسې په پرله پسې ډول سور سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو بریدیونه کوي، چې امریکا یې په دې وروستیو کې په غبرګون کې د دې ډلې پر اهدافو هوايي ګوزارونو ته مخه کړې ده.

هممهاله په عراق او سوریه کې هم د ایران له ملاتړه نورې برخمنې ډلې هلته د مېشتو امریکايي ځواکونو پر اډو بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان ترمنځ د یو بل پر خاورې د هوايي او راکټي بریدونو تبادلې سیمه کې د شخړې د پراخېدو خطر نور هم زیات کړ.

ایران وايي د پاکستان د بلوچستان په پنجګور کې یې د جیش العدل "ترهګر" په نښه کړي او پاکستان په ځوابي اقدام کې د ایران د سیستان بلوچستان په سراوان کې د بلوڅ بېلتونپالو د لمنځه وړلو ادعا کړې.