سیګار: د ۲۰۲۱ له وروستیو څخه د ۲۰۲۳ تر نیمایي پورې ۲.۹ میلیارد ډالر افغانستان ته انتقال شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي سرمفتش دفتر "سیګار" وايي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر د میاشتې څخه د تیر ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې ۲.۹ میلیارده نغد ډالر افغانستان ته د بشري مرستو لپاره انتقال کړي دي.

سیګار د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۹(مرغومې ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور کې د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس ویلي چې افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال د اګست تر میاشتې پورې د نغدو پیسو د انتقال کچه ۱.۱ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۲ کال کې یې اندازه ۱.۸ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه.

سیګار ویلي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیګار ته ویلي چې اوسط ډول ۸۰ میلیونه ډالر د هرو لسو څخه تر ۱۴ ورځو پورې د ملګرو ملتونو له خوا کابل ته انتقال شوي دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د وینا له مخې ټولې نغدې پیسې په یو خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو د ادارو په حسابونو کې جمع شوي دي؛ افغانستان ته په نغد ډول ټولې انتقال شوې پیسې افغانستان بانک کې نه دي جمع شوي او یا هم طالبانو ته نه دي ورکړل شوي".

سیګار د یوناما له قوله ویلي چې دا اداره د ملګرو ملتونو د مالي کړنلارو او پروسیجرونو پر اساس د نغدو پیسو د انتقال بهیر څارنه، پلټنه او ارزونه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره د بشري مرستو په ګډون خپلې ټولې مرستې بندې کړې، چې د مرستو بندیدو او د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا د افغانستان په بانکي سکټور باندې د محدودیتونو د لګولو له امله په دغه هیواد کې د بشري ناورین د لا پراخیدو سبب شو.

خو د همدې کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د روغتیا او پوهنې د سکټورونو سره خپلې مرستې بیرته پیل کړې، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د لا خرابیدو مخه یې ونیوله.

د امریکا متحده ایالاتو او د یوناما چارواکو په پرله پسې ډول هغه ادعاوې ردې کړي چې په کې ویل کیږي چې له بهر څخه افغانستان ته د بشري فعالیتونو د دوام لپاره د نغدو پیسو انتقال څخه طالبان ګټه پورته کوي او یا هم دا پسې طالبانو حکومت ورکول کیږي.

یوناما د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې دا پیسې د اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره افغانستان ته انتقالیږي.

یوناما د ایکس په پاڼه په دې اړه لیکلي وو: "چې واضحه یې کړو: تېرکال مو میلیونونو افغانانو ته د ژوند ژغورنې د بشري‌ مرستو د برابرولو لپاره، چې اکثریت یې ورته اړتیا لري، افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي‌. دا نغدې پېسې په یو تجارتي بانک کې اچول شوې دي. دا مرستې نه واکمنانو ( طالبانو) ته او نه هم د افغانستان بانک ته ورکړل شوي‌دي."

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي چې په وروستیو کلنو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه بهرني اسعار بهرنیو هیوادونو ته انتقال شوي چې ورسره په دغه هیواد بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو ته تقاضا زیاته شوې ده.

دغه کارپوهان افغانستان ته د نغدو ډالرو انتقال یوه مثبته اغیزه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت په ساتلو کې مهمه ګڼي او وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته افغانۍ په ډیر چټک ډول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او حتی د یو امریکايي ډالر پیه تر ۱۲۵ افغانیو هم پورته لاړه، چې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د پیلیدو وروسته افغانۍ بیرته یو څه ارزښت ترلاسه کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خامه پریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو حکومت ته ددغو پیسو د انتقال څخه ګټه نه رسیږي او د ملګروملتونو او نورو نړیوالو ادارو له خوا مخامخ د خپلو پروګرامونو له لارې په مصرف رسیږي.