طالبان لاوروف ته: افغانستان ټولشموله او ځواب ویوونکی حکومت لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو او قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ګڼلې ده.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) ملي تلویزیون ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې نور هیوادونه دې ځان ته ددې حق نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د نظر په اړه وایم چې په ټول افغانستان کې هم ټولشموله حکومت شته او هم ځواب ویوونکی حکومت شته دی په ټول افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګوي او افغانان د نفاق څخه ژغوري... همدا حکومت دی چې د افغانستان خلکو یې تمه لرله".

ذبیح الله مجاهد بهرنیو هیوادونو ته مشوره ورکړې چې افغانستان سره همکاري وکړي او د افغانستان کورنۍ مسلې د افغانانو پورې اړه لري او نور هیوادونه دې هم د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۸) مسکو کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د یوداسې حکومت د جوړیدو هیله څرګنده کړه چې په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو استازي برخه ولري.

لاوروف وویل: "په افغانستان کې یو بالقوه حکومت حاکم دی او وضعیت تر کنټرول لاندې لري".

خو هغه وویل چې لا هم افغانستان کې د حالاتو د ترینګلتیا او احتجاج لپاره بسترمساعد دی.

د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر وویل چې روسیه د طالبانو سره د هغو مسلو په ګډون چې اړتیا ده د هغوی لپاره ورته هواری ولټول شي او په یو بشپړ په رسمیت پیژندل شوي حکومت بدل شي په منظم ډول په اړیکو کې ده.

لاوروف وویل: "د هغوی د خپلو ژمنو د تکمیلیدو لپاره، لومړی او په لومړي سر کې اصلي مسله د ټولشموله حکومت د جوړولو مسله ده چې په کې به نه یوازې د پښتنو او د نورو قومونو استازې برخه ولري، بلکې په کې ټولشموله سیاسي ځانګړتیا هم موجوده وي".

که څه هم د روسیې د فدراسیون لوړپوړو دپلوماتانو ددې دمخه هم په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو د اړتیا په اړه څرګندونې کړې وې خو، سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې په ټولشموله حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو د استازو د ګډون ترڅنګ د سیاسي جریانونو د استازو په ګډون هم ټینګار کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه حکومت یې د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي چې که نړیوال مشروعیت ترلاسه کول غواړي نو باید چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو په ګډون د بشري حقونو وضعیت ښه کیدو په برخه کې اقدامات وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د حکومت سره یې د نړیوالې ټولنې تعامل رسمي دی.

مولوي عبدالکبیر وویل: "که چیرته د دنیا له خوا په خوله باندې عملآ یو څه نه دي راوتلي چې هغه رسمآ اعلان وکړي چې اسلامي امارت (طالبانو حکومت) په رسمیت پیژندلی، خو عملآ مونږ دنیا په رسمیت ځکه پیژندلي یو چې زمونږ سفارتونه د دنیا په ملکونو کې خلاص دي او د دنیا د ملکونو سفارتونه دلته خلاص دي".

هغه وویل چې اوس مهال د طالبانو د حکومت دپلوماتان په ۱۷ هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نمایندګیو کې په کار بوخت دي.