ملا هبت الله اخوندزاده طالبانو ته: د حکومت په اوامرو او احکامو انتقاد مه کوئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلو لاس لاندې طالبانو غوښتي چې د حکومت په اوامرو او احکامو باندې له انتقاد څخه ډډه وکړي او بل چا ته هم د انتقاد اجاز دې نه ورکوي.

د طالبانو د ځینو چارواکو له خوا ملاهبت الله اخوندزاده ته د منسوب شوې غږیزې وینا ځینې برخې خپرې کړي چې ظاهرآ هغه د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷( مرغومې ۲۷) کندهار کې یوې غونډې کې د ښځو د حقونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

په دغه وینا کې ملا هبت الله اخوندزاده له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دې په ښکاره د طالبانو پر حکومتي چارواکو له انتقاد څخه هم ډده وکړي.

هغه وویل: ''لومړۍ خبره مې دا ده، چې که د امارت (طالبانو حکومت) کوم حکم راغی، ټول یې تر شا ودرېږئ، د هغه په مقابل کې چې څوک منفي نظر ښکاره کوي، هغه ته اجازه مه ورکوئ، د امارت (طالبانو حکومت) د فرمانونو او حکمونو مثبت اړخ بیانوئ، منفي یې مه بیانوئ، دښمن له دې بده استفاده کوي.''

ملاهبت الله اخوندزاده طالبانو ته مشوره ورکړه چې که څوک د طالبانو په کوم چارواکي انتقاد لري مخامخ دې ورسره مطرح کړي.

ملاهبت الله اخوندزاده ویلي: "دنیا د دې شریعت پر ضد د ذهنونو خرابولو کوښښ کوي، دیموکراسۍ تعریفوي، د دیموکراسۍ تبلیغ ورته کوي، کوښښ وکړئ خلکو ته په شریعت باندې ذهن ورجوړ کړئ".

ملاهبت الله اخوندزاده په دغه وینا کې له طالبانو وغوښتل چې د منفي تبلیغاتو په وړاندې دې بیدار اوسي.

ملاهبت الله اخوندزاده وویل: "یو مشر به مو غندي چې دا ندی قابل سړی، داسې به کوي، امارت به بې اعتباره کوي. څوک به مو پرقوانیونو باندې اعتراض کوي. څوک به د علم په لباس کې، څوک به په بل لباس کې کوښښ کوي چې ستاسو په ملک کې دغه وحدت، دغه نظام ختم کړي".

ملاهبت الله اخوندزاده له طالبانو وغوښتل چې د طالبانو پر حکومت باندې دې په عام محضر کې له ښکاره انتقادونو ډډه وکړي.

د طالبانو د مشر ددغو څرګندونو دمخه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني او د دغه حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیر محمد عباس ستانګزي په ګډون یو شمیر طالب چارواکو د نجونو او ښځو د زده کړو په ګډون د خپل حکومت په ځینو پالیسو باندې انتقادونه کړي وو.

د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د غزې د جګړې په اړه د هغه د وینا یوه برخه خپره کړې ده. ملاهبت الله اخوندزاده ویلي ځینې خلک د بشریت پالنې شعارونه ورکوي، خو ''بل لور ته دوی په غزه کې د انسانانو وینې څښي.

هغه ویلي:"خواشینوونکی حقیقت دادی چې مسلمانان پټه خوله دي او دوی رښتیا نشي ویلی".

د ښځو حقونه

ملاهبت الله اخوندزاده په دغه وینا کې د ښځو د حقونو د یادونې پر مهال د خپل د یو شپږ ماده ایز فرمان یادونه وکړه اوویې ویل چې ښځو ته ټول هغه حقونه ورکول کیږي چې د ده په خبره پخوانیو رژیمونو کې نه وو ورکړل شوي.

هغه وویل: "ښځه په زور باندې مه ورکوه، د ښځو مهر مه خوره، ښځه په نکاح مه مجبوره کوه، کونډه په زور مه په نکاح کوه، ښځو ته میراث ورکړه د ښځو حقوق مه ضایع کوه دا مونږ فرمان صادر کړی دی ".

ملاهبت الله اخوندزاده په خپلو څرګندونو کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حقونو په اړه څه نه دي ویلي. خو طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه پرته په منځنۍ او ثانوي دورو او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سګټورونو پرته په ټولو دولتي ادارو کې او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو مشر د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو د تعلیم او له کور بهر د ښځو د کار د بندیز د لیرې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پرله پسې غوښتنو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی. خو د طالبانو یو شمیر چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.