د نیوزیلنډ پارلمان غړې له دوکانونو د غلا کولو له تورونو لګېدو وروسته استعفا وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نیوزیلنډ پارلمان له دوکانونو د غلا له یو شمېر تورونو وروسته استعفا وکړه. د ګرین پارټۍ یا زرغون ګوند پر غړې ګلریز قهرمان تور دی، چې د کالیو پلور له دوو دوکانونو یې درې ځله کالي پټ کړي دي.

د کالیو غلا دا پېښې په اکلنډ او ویلینګټن سیمو کې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې فعالې په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال تاریخي شهرت وموند، چې د لومړنۍ کډوالې په توګه د نیوزیلنډ حکومت غړې شوه. دا وايي، کاري ستړیا پرې داسې څه کړي، چې د شخصیت برخه یې نه ده.

دا زیاتوي: ''ډېر خلک مې سرټیټي کړل او زه بخښنه غواړم.''

اغلې قهرمان ماشومه وه، چې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه تښتېدلې وه او د دوی ټولې کورنۍ ته په نیوزیلنډ کې پناه ورکړل شوې وه.

دې پر سې شنبه له هغه وروسته استعفا اعلان کړه، چې په خپرو شویو ويډیويي کلیپونو کې په داسې حال کې ولیدل شوه، چې ادعا کېږي د اکلینډ ښار له یوه دکانه یې ګران بیه دستکول یا لاسي بېګ غلا کاوه.

پولیسو د پارلمان دې ۴۲ کلنې غړې خلاف هېڅ قضیه نه ده ثبت کړې او دې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې کړنه له هغه معیاره ''ټیټه ده'' چې خلک یې له ټاکل شویو استازو تمه کوي.

د ګرین ګوند مرستیال مشر جیمز شا د نوموړې استعفا ته غبرګون کې ویلي، ''دا چې له کله د پارلمان غړې په توګه ټاکل شوې ده، د جنسي ځورونې، فزیکي ځورونې او مرګونو ګواښونو سره مخامخ وه او دا هر څه د داسې ذهني خواشینۍ لامل شوي، چې د پارلمان ډېری غړي ورسره مخامخ نه دي.''

اغلې قهرمان له دې مخکې هم د انلاین او شخصي ګواښونو په هکله خبرې کړې وې، چې په وینا یې دا د ایراني الاصله کېدو، خپل جنسیت او هغو دریځونو له کبله چې د بېلابېلو موضوعاتو پر سر یې خپل کړي، ورسره مخامخ شوې ده.

په دا وروستیو کې پر نوموړې له دې کبله هم نیوکې شوې وې، چې د ګرین ګوند د بهرنیو چارو او بشري حقونو څانګې د ویاندې په توګه یې په هغو احتجاجونو کې برخه اخیستې وه، چې د فلسطینیانو ملاتړ او په غزه کې د اسرئیلي ځواکونو کړنو غندلو لپاره رابلل شوي وو.