د ایران پر سیستان او بلوچستان د پاکستان بریدونه؛ "لس ولسي وګړي په کې وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران په سیستان بلوچستان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه تائید کړي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا ''په دې بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي.''

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر یوې خبرې غونډې ته ویلي، په دغو بریدونو کې "د څلورو ماشومانو" په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''د پنجشنبې پر ګهیځ د ایران په سیستان بلوچستان سیمه کې د ترهګرو پر ځانګړو پټنځایونو پوځي بریدونه پیل شول، چې د (مرګ بر سرمچار) نوم ورکړل شوی. د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي.''

له دې مخکې د مهر خبري اژانس رپوټ کې د ایران سیستان بلوچستان والي له قوله ویل شوي وو چې د سراوان سیمې چاودنو کې ''درې بهرنۍ ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي.''

د ایران د سیستان بلوچستان والي امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي ایران ټلویزیون ته ویلي، د وژل شویو شمېر لسو ته رسېدلی. ''د ایران په خاوره کې پر یوه کلي د پاکستان توغندیز برید له کبله درې ښځې،‌ دوه سړي او څلور ماشومان چې ټول بهرنیان دي، وژل شوي دي.''

نوموړی زیاتوي چې پر پنجشنبه ګهیځ وختي څلور بجې او پنځه دقیقې وې چې د سراوان ښارګوټي په سیمه کې څو چاودنې واورېدل شوې او له ارزونې وروسته ''متوجه شوم چې پاکستان د ایران پر یوه سرحدي کلي د توغندیو برید کړی دی.''

د سي این این خبري شبکې په رپوټ کې د پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي، دغه هېواد په ایران کې ۷ هدفونه په نښه کړي دي.

پاکستان کې د نیویارک ټائمز خبریال سلمان مسعود پر اېکس یوه پیغام کې وویل چې پاکستاني ځواکونو د ایران په خاوره کې لږ تر لږه ۴۰ یا ۵۰ کیلومتره دننه د بلوڅ بېلتونپالو ۷ کمپونه په نښه کړي دي.

نوموړي دغه راز وویل: ''د پاکستان له نظره د پاکستان له لوري دا بریدونه (د ایران له لوري د بیا ځل بریدونو مخنیوي لپاره) اړین وو. پاکستان اوس له ایرانه غواړي چې له هر ډول تازه کړنو ډډه وکړي او که نه داسې احتمال شته چې تاوتریخوالی ډېر شي.''

د پنجشنبې پر ورځ ګهیځ وختي د سراوان ښار په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي وو او له هغه وروسته داسې رپوټونه خپاره شول، چې دا بریدونه د پاکستان له لوري شوي دي.

دا چاودنې له هغه یوه ورځ وروسته وشوې، چې ایراني چارواکو وویل، د پاکستان په خاوره کې دننه یې د سني وسله والو جېش العدل پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ایران بریدونو ته سخت غبرګون څرګند کړی و. د ایران او پاکستان تر منځ اړیکې په کمسارې بڼه خرابې شوې او پاکستان د ایراني بریدونو په غبرګون له دغه هېواده خپل سفیر بېرته غوښتی و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویندوی د ایران په خاوره کې د خپلو ځواکونو د بریدونو د تائید تر څنګ وویل، پاکستان د خپلې خاورې تمامیت او دفاع لپاره هوډمن دی او ''د دې پېچلو عملیاتو ترسره کول د پاکستاني ځواکونو مسلکي وړتیا ښيي.''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په بیان کې دا هم راغلي چې ''پاکستان د ایران خاورې تمامیت او خپلواکۍ ته درناوی کوي، خو د نن عملیاتو هدف د پاکستان د خپل خوندیتوب او ګټو ترلاسه کول و'' او دوی به ''د پاکستان پر خوندیتوب او ملي ګټو هېڅ ډول جوړ جاړی و نه کړي.''

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا خبریالانو ته وویل، د ایران په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو هدف له ځانه د پاکستان د دفاع په خاطر وو.

هغې زیاته کړه:‌ "موږ مخکې څو ځله پر سرحدي سیمو د پاکستان پر خاوره د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ایران ته خبر ورکړی و"، خو کومه اغېزناکه لار ونه موندل شوه.

ممتاز زهرا وايي "پاکستان به پر خپله پوله هېڅ ‌ډول مداخله ونه زغمي او د دې لپاره به تر ټولو غوره لار غوره کړي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل "‌ایران یو ورور هېواد دی او پاکستان یې ډېر احترام کوي او اوس هم په دې خبره ټینګ ولاړ دی چې دواړه هېوادونه دې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکړي".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بریدونه وغندل
نخچه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر سرحدي سیستان او بلوچستان سیمه د پاکستان بریدونه غندلي او تهران کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافېر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.‌

د کنعاني په وینا، دا احضار "په دې تړاو د پاکستان حکومت ته د رسمي اعتراض او د وضاحت غوښتلو په موخه" ترسره شوی.

"پاکستان د درېیو بې‌پیلوټه الوتکو په مټ بریدونه کړي"
د ایران سیستان او بلوچستان امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي ویلي، نن پر سراوان پاکستان د درېیو بې‌پیلوټه الوتکو په مټ بریدونه کړي دي.

دی وايي "دا درې واړه ډرون د ایران په یوه سرحدي کلیواله سیمه کې پر درېیو استوګنیزو ودانیو لګېدلي دي".

نوموړی وايي، په درې بریدونو کې څلور استوګنیز کورونه تخریب شوي او نژدې ۱۰ ښځې او ماشومان پکې وژل شوي چې ویل کېږي وژل شوي "پاکستاني وګړي" دي، خو امنیتي سازمان اوس دا څېړي چې دغه کسان د ایران په دې کلیواله سرحدي سیمه کې څنګه ځای پر ځای شوي وو.