ایراني رسنۍ وايي، ایراني ځواکونو ''په پاکستان کې دننه د جېش العدل پر مرکزونو توغندیز بریدونه کړي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد ځواکونو د پاکستان په خاوره کې دننه د جیش العدل نومي وسله والې ډلې پر ''دوو'' مرکزونو د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

په دې رپوټونو کې د ایران تسنیم دولتي خبري اژانس له قوله ویل شوي، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه شوي دي.

پاکستان رسماً په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له سیمې په رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

په ځینې ناتائید شویو رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې پاکستانۍ چورلکې او الوتکې هم په سیمه کې لیدل شوې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان له موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ سره په سویټزرلنډ کې لیدلي دي.

جېش العدل د سني مسلمانانو یوه وسله واله ډله ده، چې د خپلو فعالیتونو پیل یې د ایران له سیستانه کړی و. دا ډله په سیمه کې د یوې بلې وسله والې ډلې جندالله مشر عبدالمالک ریګي له نیول کېدو او اعدام وروسته جوړه شوه.

جېش العدل ډله وايي، له ایران سره د بلوڅو او سنیانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په دا وروستیو کلونو کې یې د ایران په سویل ختیځو سیمو کې د دې هېواد له سرحدي او امنیتي ځواکونو سره یو شمېر وسله والې نښتې کړې دي.

پر دې ډله تورونه لګېدلي چې په ۲۰۰۵ کال کې د ایران هغه مهال پر ولسمشر محمود احمدي نژاد د یوه وسله وال برید په ګډون په یو شمېر چاودونو او بریدونو کې یې لاس درلود.

د ایران انقلاب ګارد (سپاه پاسداران انقلاب) له دې مخکې ویلي و، چې د عراق د کردستان مرکز اربیل ته نږد یې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد مرکز او په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.

ایراني ځواکونو په هغو بریدونو کې د توغندیو کارولو خبره کړې وه.