د افغانستان او پاکستان ترمنیځ د سوداګرۍ ټول بندورونه تړل شوي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له څو ورځو راهېسې د تورخم دروازه د تجارتي موټرونو په مخ تړل شوې او دواړو خواو ته یې زرګونه بار وړونکي موټرونه درول شوي دي.

پاکستان او افغانستان له بار وړونکو موټر چلوونکو څخه غواړي چې د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ ولري، خو اکثریت موټر چلوونکي یې نه لري.

تېرکال پاکستان د هغو افغان کډوالو اېستل پیل کړل چې د مقاماتو په خبره، د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل او اوس هېڅ یو افغان له ویزې پرته پاکستان ته سفر نه شي کولای.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر خان جان الکوزی وايي چې د تورخم دروازه د تېرې جمعې له ورځې راهېسې تړل شوې او دواړو خواو ته یې حد اقل ۳۰۰۰ بار وړونکي موټرونه ولاړ دي.

هغه وايي: «په دې کار سره یوازې افغان سوداګرو زیان نه دی لیدلی، بلکې قیمتونه هم لوړ شوي، ځکه چې اکثریت موټرونو خوراکي مواد انتقالول چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره به ختم شي.»

دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې دروازه یې بنده کړې ده.

د پاکستان د ګمرک یو مقام وویل چې د تورخم په پاکستانۍ خوا کې ۴۵۰ او د افغانستان په خوا کې ۶۰۰۰ بار وړونکی موټرونه اېسار پاتې دي.

د دواړو هېوادونو مقاماتو ویلي دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزې د حل په اړه خبرې پیل شوي دي.

د طالبانو د تجارت او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي چې د دوشنبې تر ورځې پورې د ستونزې کوم حل پیدا شوی نه و.

د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره په دې وروستیو کې ښه روابط نه لري،‌ اسلام اباد ادعا کوي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان پناه ځایونه لري، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

د تورخم او سپین بولدک لارې تېرکال هم تړلې شوې او د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې وه.