جرمني کې د کروندګرو اعتصاب؛ زرګونه ټراکټورونه د برلین مرکزي واټونو ته رایستل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په جرمني کې کروندګرو د سبسیډۍ کمولو پلان پر وړاندې اعتراض کې د پلازمېنې برلین مرکزي سړکونه تړلي دي.

زرګونه ټراکټورونه او لارۍ د برانډنبرګ دروازې او د پارلمان شاوخوا ولاړې وې، چې ورسره په سیمه کې ترافیکي خدمات ټکني وو.

مالیې وزیر کریسټین لینډنر اعتراض کوونکو سره خبرو ته ورغلی و، خو هغوی یې د خبرو مخه په چېغو ونیوله.

برلین د جنورۍ پر اتمه هم د ورته لاریونونو شاهد و.

حکومت وايي، سبسیډي یې د مالي کړکېچ او بودیجوي بحران د حل لپاره کمه کړې ده.

د کرنې سکټور د سبسیډي کمول له سخت منفي غبرګون سره مخ شوی، او دا وېره شته، چې دا لانجه به په جرمني کې د توندلاري ښي اړخي ګوند دریځ پیاوړی کړي، ځکه د سوسیال دیموکراتانو، زرغون او ازاد دیموکراتانو واکمن ایتلاف لا هم په راتلونکو ټاکنو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د بزګرانو ټولنې، ډي بي وي، له حکومته غوښتي چې دوی لپاره د سبسیډۍ کمولو له ټولو پلانونو تېر شي.

دوی ویلي، چې له دې پرته به د لوړ کیفیت خوراکي توکو رسولو امکان له ګواښ سره مخ شي.

لومړي وزیر شولز ټینګار کړی، حکومت یې د کروندګرو استدلال او اعتراض جدي ګڼي او وزیرانو د دوی د لومړنۍ سبسیډۍ کمولو وړاندیزونو ته تر لږ بدلون وروسته د "ښه جوړجاړي" وړاندیز کړی دی.

د دغه سړي شعار وايي 'له جمهوریته ساه په ختلو ده او قاتل یې حکومت دی'

د سیما اس څارنې سازمان یو لوړپوړی څېړونکی میرو ډیټریچ وايي، ښي اړخې ډلې په دې لټه کې دي چې له لاریونونو ښه "ګټه" واخلي.

"دوی په ټولیزه توګه پوهېږي، چې معمولا یې موقف تل د پام وړ نه دی، ځکه غواړي په نیابتي مسلو تکیه وکړي."

په وروستیو کې د پیسو پړسوب او نړیوال مالي کړکېچ د جرمني سیاسي جریانونه اغېزمن کړي.