له طالبانو د قومي مشرانو او دیني علماوو غوښتنه: د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان قومي مشرانو او ديني عالمانو په سپېدار ماڼۍ کې له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.

ارګ ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو قومي مشرانو، ديني علماوو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

د ارګ په وینا پاڼه کې راغلي چې دغو علماوو او قومي مشرانو د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو تر څنګ په حکومت کې د متخصصو کادرونو د ګمارل کېدو غوښتنه هم کړې.

غونډې ته د وینا پر مهال د سوېلي زون استازي قومي مشر محمد هاشم د دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو د غوښتنو د لوستلو پر مهال د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي:

"د کمېټې نظر دی چې د تعلیم په باره کې دی: امارت دې اسلامي او عصري تعلیم ته لکه څرنګه چې توجه شوې ده په دې کې دې د نجونو او خویندو د تعلیم پر مخ باندې مکتبونه او پوهنتونونه خلاص شي".

د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سپېدار ماڼۍ کې دغه غونډه کې د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ليکي چې د دغو ستونزو حل يې د خپل حکومت مسؤلیت بللی.

مولوي عبدالکبیر ویلي هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاوررې د نورو پر وړاندې استفاده وکړي.

د ارګ پر اېکس پاڼه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي دې غونډې ته راغلو "قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د واټن پر راکمېدو ټینګار وکړي".

د خبرپاڼې له مخې، یادو قومي مشرانو او علماوو د ښځو پر وړاندې د تعلیم د دروازو د پرانیستې غوښتنه وکړه وې ویل په هېڅ صورت باید بهرنیانو ته په افغانستان کې د مداخلې او توطئې زمینه برابره نه شي.

وړاندې، له بي‌بي‌سي پښتو سره د اېکس (ټوېټر) په یوه سپېس کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد نه د کډونوالو ګڼې پوښتنې د نجونونو پر پوهنتونونو او ښوونځیو ورټولې وې.‌ خو ذبیح الله مجاهد لکه د تېر په څېر د نجونو زدکړو بېرته پیل لپاره روښانه ځواب او نېټه نه درلوده او ټینګار یې کاوه چې د نجونو تعلیم "د ستونزو یوه برخه ده."

اوس شاوخوا ۸۴۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

دارنګه څه باندې یو کال کېږي چې پوهنتوني نجونې هم له زدکړو را ګرځول شوې دي.

د طالبانو حکومت ویاند وايي،‌"زه تمه لرم چې دا موضوع به حل شي... خو موږ نه غواړو چې د ارګ او ممبر تر منځ تضاد راشي، چې نظامونه یې سقوط کړل او موږ په دې برخه کې ډېر محتاط یو."

د طالبانو حکومت په منځ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو مخکې بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي وو،‌ یوازې ځینې طالب مشران د نجونو زدکړو مخالف دي- داسې حال کې چې ګڼ‌ مشران یې د بېرته پیل پلویان دي. له ښاغلي‌ مجاهد وپوښتل شول چې دغه کسان څوک دي، د هغه ځواب و:

"نوم ته ضرورت نه لري، افغانستان کې برداشتونه شته، ځینې عالمان دي او داسې فکرونه شته چې اختلاف رامنځ ته کوي."