یو افغان پانګوال غواړي په افغانستان کې ۱۰ میلیارد 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په متحده عربي اماراتو کې میشت افغان ستر پانګوال میرویس عزیزي وايي چې په افغانستان کې د انرژۍ او د اوسپنې د پټلۍ د غځولو په سکټورونو کې د لس میلیاردو ډالرو پانګونې نیت لري.

دغه پانګه وال چې په افغانستان کې یو له سترو خصوصي بانکونو عزیزي بانک مالک هم دی، په خپل ایکس پاڼه کې ویلي: "زه نیت لرم چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د عزیزي شرکت له خوا په هېواد کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړم."

د عزيزي په وينا، دغه پانګونه به تر ډېره د انرژۍ او انتقالاتو په برخو کې وي. د انرژۍ په سکټور کې به له ٥٠٠٠ څخه تر ٦٠٠٠ ميګاواټه برېښنا توليد او د لېږد په برخه کې به د سوداګرۍ او اقتصادي هڅونې په موخه د اورګاډي پټلۍ جوړول شامل وي، دا په راتلونکو پنځو کلونو کې زما د پانګونې د پروګرام له اصلي اهدافو څخه دي."

ښاغلي عزیزي وویل چې اټکل کوي پدې پانګونې سره به نږدې سل زره نوې دندې رامنځته شي او میلیونونه نور افغانان به په غیر مستقیم ډول له دې پروژو ګټه پورته کړي. هغه وویل: "زموږ د شرکت تخنیکي ټیمونه به ډیر ژر کابل ته راشي ترڅو ساحې نورې هم وپلټي، د اړوندو چارواکو سره نظرونه تبادله کړي او د پلي کولو مرحلې ته لاره هواره کړي. "


د عزيزي له خوا د لس ميلياردو ډالرو د پانګونې اعلان په داسې حال کې شوى، چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمن کیدو وروسته ميليونونه افغانان له بېوزلۍ او پراخې بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې د طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس پاڼه کې، د یو پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د میرویس عزیزي د دغه کمساری پانګونې ژمنه تایید کړې ده.

مجاهد په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي:"افغان پانګوال ميرويس عزيزي په لنډو ورځو کې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او انرژۍ په برخو کې د ۱۰ مليارده امريکايي ډالر پانګونه کوي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د اسیا او ارام سمندر په برخه کې د دغه سازمان د پراختیايي پروګرام سیمه ییز مشر کاني ویګناراجا ویلي چې د افغانستان خلک اوس له یوه ستونزمن پړاو څخه تیریږي.

هغه ویلي چې دا وضعیت د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته خورا خراب شوی، په ځانګړي توګه د میرمنو لپاره چې اوس د زده کړې او کار په برخه کې له سختو بندیزونو سره مخ دي.

ويګناراجا زياته کړه: "افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نږدې ٨٥ سلنه افغانان د ورځې له يو ډالر څخه په کمو پيسو ژوند کوي. اټکل کېږي چې يوازې د ښځو پر حقونو محدوديتونه له ٦٠٠ ميليونو ډالرو څخه تر يو ميليارد ډالرو پورې اقتصادي زيان رامنځته کړی دی."

د وګناراجا په وینا، د دې ادارې وروستۍ څېړنې ښيي چې د افغانستان ناخالص تولید له ۲۰۲۰ کال راهیسې ۲۹ سلنه کم شوی او د کمېدو په حال کې دی.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې اوسمهال ۲۳.۷ میلیونه افغانان د ژوند ژغورنې بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ادارو ویلي چې ددې جملې څخه ۱۷.۳ میلیونه یې په ۲۰۲۴ کې د مرستو د ترلاسه کولو په لومړیتوب کې راځي.

یو شمیر افغان سوداګرو او پانګوالو د میرویس عزیزي له خوا د لس میلیاردو ډالرو د پانګونې د پریکړې هرکلی کړی او ویلي دي چې د افغانستان د زیربناو په برخه کې په ځانګړي ډول انرژۍ او د اوسپنې د پټلۍ د شبکې په برخو کې ډیرې پانګونې ته اړتیا لري.

یو شمیر افغان پانګوال وايي چې افغانستان کې د زیربناو په برخه کې د نه پانګونې له امله اکثره پانګوال په ځانګړي ډول بهرني پانګوال په دغه هیواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ډیرو کمو بهرنیو او افغان پانګوالو پانګونه کړې ده. يو شمیر افغان پانګوال په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله یادوي او ځینې حقوقي مسایل هم د بهرنیو پانګونو په وړاندې د یو ځنډ په توګه ویني.