نیمروز کې د طالبانو د والي‌ دفترته نژدې 'ځانمرګی وېشتل شوی او درې طالبان ژوبل' دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې طالب مقامات وايي چې طالبانو د نیمروز د والي دفتر ته نژدې یو ځانمرګی په مرمیو وېشتلی او په هغه پورې تړل شوي چاودېدونکي توکي «چاودېدلي او درې طالبان یې ژوبل» کړي.

په نیمروز کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد په یو ویدویي پیغام کې مني چې بریدګر «ځانمرګی» و. په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو نن یکشنبه جنوري ۱۴ (مرغومې۲۴) د هغه د خبرو ویدیو خپره کړې. خالد چې څنګه د خپل کار له دفتر څخه ووت دا پېښه وشوه.

هغه وايي: «د دښمنانو د پلان له مخې یو بریدګر راغلی و او دلته ځای په ځای شوی و. مخکې له دې چې دی خپل ځان ته انفجار ورکړي، له موږ سره چې کوم قهرمان مجاهدین او غازیان وو، د هغوی په ډزو کې بریدګر ووژل شو او له ده سره چې کوم توکي انفجاریه وو، هغه ته هم انفجار ورکړل شو. زه ښه یم او هېڅ مشکل نه شته، درې ملګري مو سطحي زخمیان دي چې هغوی مو شفاخانې ته د علاج لپاره واستول...»

داسې ښکاري چې بریدګر ځان د طالبانو د دغه والي دفتر مخې ته رسولی و.

خالد ونه ویل چې «دښمنان یې» څوک دي او نه هم چا تر دې دمه د دغه برید مسئولیت منلی دی. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خبریالانو لیکلي چې په برید کې نور تلفات هم شته، خو دا خبر لا دقیق شوی نه دی او په سیمه کې ازادې رسنۍ هم نه شته چې خبر تائید او یا رد وکړي.

طالبانو واک ته تر رسېدو مخکې په خپلو جګړو او بریدونو کې تر ډېره له ځانمرګو څخه کار اخیسته او له کومې ورځې چې دوی بیا واک ته رسېدلي، په دوی باندې ځینې ځانمرګي بریدونه شوي، چې د اکثریت مسئولیت یې د داعش-خراسان ډلې منلی دی.

تر دغه برید څو ورځې مخکې په کابل کې هم چاودنې وشوې چې یو شمېر ولسي افغانان یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل. داعش د کابل د چاودنې مسئولیت منلی و.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډله یې ځپلې ده، مګر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او ارزونې کمېټې د خپل تېرکال په راپور کې ویلي وو چې «ترهګرې ډلې» په افغانستان کې د پخوا په پرتله له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمې کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي.

د افغانستان د مخکني حکومت مقاماتو ویل چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالې وې چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان د هغوی لپاره د ارام په بستر بدل شوی.

د تېرکال په لومړیو کې د ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه یې مشره ده، وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی او تر ډېره د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې ځای په ځای دي.