"د طالبانو مشر مولوي هبت الله يوازې له مولانا فضل الرحمان سره کتلي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پلاوي له ټولو غړو سره له لیدنې انکار کړی او یوازې د جمعیت علمای اسلام له دې مشر یې دوه په دوه کتلي دي.

د دې پلاوي یوه غړي د نوم نه ښودو پر شرط پاکستانۍ ورځپاڼې دې نیوز ته د مولانا فضل الرحمن له قوله ویلي چې له مولوي هبت الله اخوندزاده سره یې په بېلابېلو موضوع ګانو په بشپړ تفصیل خبرې کړې او لیدنه یې ډېره ګټوره وه. خو دې غړي ویلي د پلاوي مشر له دوی سره د زیاتو معلوماتو له شریکولو ډډه کړې ده.

د یاد غړي له قوله ویل شوي چې که څه هم د پلاوي ټولو غړو غوښتل چې د طالبانو له مشر سره وګوري خو دی وایي د دې لیدنې لپاره "یوازې فضل الرحمن" کندهار ته تللی و. دې غړي دغه راز ویلي چې د موضوعاتو د حساسیت له امله د دې دوه په دوه غونډې په اړه د پلاوي له غړو سره معلومات نه دي شریک شوي.

دې سرچینې ویلي دا چې د پلاوي ځینې غړي د پاکستاني طالبانو د ځینو غړو استادان وو، نو شونې ده چې له دوی سره هم وګوري. ځینې نورو پاکستاني رسنیو بیا ویلي د پاکستاني طالبانو د ډلې له یوه مشر ګل بهادر سره لیدنه د پلان اجنډا کې ځای لري.

که څه هم د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویلي مولانا فضل الرحمن او پلاوی یې په رسمي سفر افغانستان ته نه دی تللی، خو کابل ته له تګ وړاندې نوموړي ویلي وو، غواړي د پاکستان د حکومت پيغام طالب مشرتابه ته ورسوي.

د طالبانو حکومت په کندهار کې د دوی له مشر سره د نوموړي د کتنې په اړه د معلومات له شریکولو ډډه کړې ده.

د پاکستان حکومت وايي د پاکستاني طالبانو ډله افغانستان کې ده او له هغه ځایه بریدونه تنظیموي. پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د دې ډلې مخه ونیسي خو طالبان وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

بلې پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي د مولانا فضل الرحمن سره د طالبانو د لوی مشر لیدنه کې د پاکستاني طالبانو، داعش خراسان ډلې، پر ډیورنډ کرښه اسانه تګ راتګ او د کډوالو پر مسلې خبرې شوي دي.

دې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې طالبان غواړي پاکستان د داعش ډلې مخنیوي کې خپل رول تر سره کړ او جمعیت علمای پاکستان مشر ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت پیغام به اسلام آباد ته رسوي.

فضل الرحمن چې د پاکستان د یوه لوی مذهبي سیاسي ګوند مشر دی ددغه هېواد د سیاستوالو په ډله کې د افغان طالبانو لوی ملاتړی بلل کیږي. نوموړی افغانستان ته د طالبانو له خوا بلل شوی و.