شیخ حسینه د څلورم ځل لپاره د بنګله‌دېش لومړۍ وزیره شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه د څلورم پرلپسې ځل لپاره ټاکنې وګټلې، چې اصلي اپوزیسیون یې له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ.

اغلې حسینې او ګوند یې عوامي لیګ او ټلوالې له ۳۰۰ پارلماني څوکیو لږ تر لږه ۱۵۲ وګټلې چې په دې سره به پنځه کاله نوره په واک کې پاتې شي.

دا نظرسنجونه د بنګله‌دېش اصلي اپوزیسیون ملت پاله ګوند تحریم کړې ده او دا ټاکنې یې د "شرم" وړ بللې دي.

د یکشنبې ورځې پایلې د بي اېن پي د مشرانو او پلویانو له ډله ییزو نیونو وروسته اعلان شوې دي.

خپلواکو ګوندونو ۴۵ څوکۍ او جاتیه ګوند ۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي. په پام کې ده چې په رسمي توګه به پایلې د دوشنبې ورځې وروستیو کې اعلان شي.

دا د اغلې حسینې لپاره په ټوله کې پنځم پړاو ټاکنې دی. لومړی ځل په ۱۹۹۶ کال د لومړۍ وزیرې څوکۍ ته ورسېده او په ۲۰۰۹ کې بیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه او له هماغه وخته تر اوسه په واک کې پاتې شوې ده چې دا د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېره اوږده واکمني ده.

هغې له رایې ورکولو وروسته خبریالانو ته وویل: "بي اېن پي یو ترهګر سازمان دی. تر خپله وسه هڅه کوم ډاډمنه شم چې دیموکراسي په دې هېواد کې دوام لري".

د بشري حقونو د څار سازمان د اټکل له مخې، د اکتوبر پر ۲۸مه د مخالفانو د لاریونونو له تاوتریخجنېدو وروسته- چې لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې ووژل شول او له ۵۵۰۰ ډېر پکې ټپیان شول، نژدې ۱۰۰۰ فعالان نیول شوي دي.

حکومت تورن شوی چې زندانونه یې "د عوامي لیګ له سیاسي مخالفانو ډک کړي دي".

عوامي لیګ دغه ادعاوې رد کړې دي.

داسې اندېښنې شته چې د عوامي لیګ لپاره دا نوې بریا د واکمن ګوند په واک کې د پاتې کېدو لامل وګرځي.

ډېر کم خلک له حکومت دا تمه لري چې د ځپلو تګلاره به راکمه کړي.

بي اېن پي ګوند وروسته له هغه له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ چې عوامي لیګ د ټاکنو د مشرۍ لپاره د خپلواک سرپرست حکومت لپاره د دوی غوښتنې رد کړې.

د بي اېن پي سرپرست طارق رحمان له لندن څخه- هلته چې دی له ۲۰۰۸ راهیسې اوسېږي- بي بي سي ته د برېښنالیک له لارې وویل "زموږ سوله‌ییز او د عدم تشدد خوځښت به په شدت سره دوام ومومي".

ښاغلي رحمن چې د اغلې حسینه د سرسخته سیاسي سیالې او پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیاء زوی دی، هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د بي اېن پي ګوند کارمنان د ټاکنو پر مهال په لوی لاس په بریدونو کې لاس لري.

اغلې ضیاء اوسمهال د فساد د تور له کبله په کور کې نظر بنده ده.

په ۲۰۱۸ کې ښاغلي رحمن په ۲۰۰۴ کې د اغلې حسینه لپاره د کمپاین په یوه جلسه کې د لاسي بم غورځولو د سمبالولو په تور په غیاب کې په عمري بند محکوم شو. په دې پېښه کې اغلې حسینه ټپي شوه او لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول.

هغه وویل: "زما پر وړاندې ټول تورونه بې‌بنسټه دي او د سیاسي غچ اخیستنې ریښې لري".

بي اېن پي په خلکو هم غږ وکړ چې خپلې رایې ونه کاروي.

د اغلې حسینه پلویان ټینګار کوي چې هغې د بنګله‌‌دېش لپاره د اړتیا وړ سیاسي ثبات راوړی دی.

ښاغلي حق وویل: "موږ دیموکراتیک بهیر ته دوام ورکړ چې دغه سیاسي ټیکاو ته یې لاره هواره کړه. زه فکر کوم چې نړۍ باید شیخ حسینې ته د دې لپاره اعتبار ورکړي".

هغه زیاته کړه، په تېرو ۱۵ کلونو کې د مېرمن حسینه یوه لویه راسته راوړنه "هغه باور دی چې هغې د بنګله‌دېش د خلکو په ذهنونو کې ځای پرځای کړی دی. هغوی پر خپل ځان باوري شوي دي."

د اغلې حسینه تر واک لاندې بنګله دېش یو متضاد انځور وړاندې کوي. مسلمان اکثریتي هېواد چې یو وخت د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد و، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هغې تر مشرۍ لاندې د باور وړ اقتصادي بریا ترلاسه کړې ده.

اوس دغه هېواد په سیمه کې له خورا ګړندي اقتصاد لرونکو هېوادونو ګڼل کېږي چې له خپل ګاونډي هند سره هم ځان سمول غواړي.

هلته د سړي سر عاید په تېره لسیزه کې درې برابره شوی او د نړیوال بانک د اټکل له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک پکې له بې وزلۍ څخه رایستل شوي دي. دا له چین څخه وروسته په نړۍ کې د جامو دویم لوی تولیدوونکی هېواد دی.

خو د ۲۰۲۲ نیمايي کې د وبا او نړیوال اقتصاد مخ په ځوړ حالت له کبله هلته ګډوډي رامنځ ته شوه.

د صدر اعظمې په توګه به د خپلې دورې په پای کې شیخ حسینه ۸۱ کلنه وي. خو د عوامي لیګ د ملاتړو په ګډون د ګڼو بنګله دېشیانو لپاره دا پوښتنه راولاړېږي چې د هغې ځای ناستی به څوک وي.

لکه څنګه چې ځینې شنونکي وايي "د ټاکنو پایله روښانه وه، خو راتلونکې یې ناڅرګنده ښکاري".