د افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو غونډه په کابل کې کیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر ویلي چې مولوي امیرخان متقي د ایران په نوښت د سیمې د تماس د ډلې د جوړیدو هرکلی کړی او په کابل کې یې افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د جوړیدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

کابل کې د ایران سفارت د سه شنبې په ورځ جنورۍ نهم ( مرغومې ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکي چې حسن کاظمي قمي د امیرخان متقي سره په کتنه کې هغه ته د افغانستان خلکو سره د خپل هیواد د هراړخیزو مرستو د چمتو کولو ډاډ ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " متقي د ایران په نوښت د سمیې د تماس د ډلې د جوړیدو څخه هرکلی کړی او د افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د کوربتوب لپاره یې د خوښې د څرګندولو په ترڅ کې چمتوالی ښودلی دی".

تراوسه لا ددغې غونډې د جوړیدو نیټه نه ده ټاکل شوې او د سیمې هیوادونو هم د دغه ایراني دپلومات په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه لیکلي چې، دواړو لوریو ښه وبلله چي په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازیو ګډه غونډه جوړه شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي قمي له قوله دا هم ویل شوي چې هغه د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د ملګروملتونو له خوا د افغانستان لپاره د ځانگړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼي او په اړه یې د طالبانو د حکومت دریځ پر ځای بولي.

همداشان په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د دپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د قونسلي خدماتو پر تسهیل، د افغانستان-ایران د ګډ سرحد د لا خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه مفصل بحث کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "محترم متقي صاحب ایراني پلاوي ته څرگنده کړه چې ایران کې د افغان مهاجرینو د حقوقي او قضايي ستونزو د جدي حل او په حقوقي او قضائي موضوعاتو کې د همکاريو لپاره به د ایران څخه یو با صلاحیته قضائي او حقوقي پلاوی کابل ته د افغانستان د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د ستري محکمې له خوا رسما دعوت شي".

ایراني چارواکو د تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د تماس ډلې د جوړیدو د اړتیا په اړه څرګندونې کړي او په دې مسله یې د طالبانو د حکومت د چارواکو سربیره د سیمې د هیوادونو په غونډو کې هم خبرې کړي دي.

کابل کې د ایران د سفارت په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي متقي د ښاغلي قمي سره په کتنه کې د ایران د کرمان په ښار کې وروستي تروریستي بریدونه هم غندلي او دا ډول اقدمات یې چې په خبر پاڼه کې فتنه اچوونکي او وحشیانه بلل شوي د ایران او افغانستان ګډ درد ښودلی دی.

د ایران د کرمان په ښار کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه د تیرې اونۍ د خونړيو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

په دې بریدونو کې د لسګونو ایراني اوسیدونکو ترڅنګ ۱۴ افغان کډوال هم وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

همداشان ددې خبر پاڼې له مخې ښاغلي متقي په دې کتنه کې د فلسطینانو څخه د خپل حکومت ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړی دی.

د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیرحسن کاظمي قمي د مولوي امیرخان متقي سره د کتنې دمخه د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم د جنورۍ په اوومه (مرغومې ۱۷) په کتنه کې د ایران او طالبانو د حکومت په اړیکو خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر له خوا په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې حسن کاظمي قمي له قوله ویل شوي چې ایران د طالبانو د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه کوي، بلکې د هغه پر وینا هڅه کوي چې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو په ډګر بدل شي.

قمي ویلي چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې تړونونه لري او نورې پانګونې او تخنیکي همکاریو ته هم چمتو دی.