عبدالکبیر کاظمي قمي سره کتنه کې: داعش د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې داعش د افغانستان او ایران ګډ دښمن بللی او ویلي چې دا ډله سیمه بې ثباته کول غواړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د ویاند دفتر د یکشنبې د ورځې ناوخته د جنورۍ په اوومه (مرغومې ۱۷) رسنیو ته یوه استولې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي چې له افغانستان څخه به د ایران په ګډون هیچاته ګواښ پېښ نشي او طالبان کوښښ کوي چې د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

عبدالکبیر ویلي چې د طالبانو حکومت " د خپل اقتصاد محوره سیاست پر مخ بیولو سره غواړي افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال مرکز په توګه، خپل مهم رول ترسره کړي".

همداشان عبدالکبیر دغه ایراني دپلومات سره د ایران د کرمان په ښار کې په تروریستي بریدونو کې چې د یو شمیر افغان کډوالو په ګډون د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شود قربانیانو د کورنیو او ایران دولت سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي امنیتي مسوولینو له قوله ویلي چې د ایران د کرمان په ښار کې د تیرې اونۍ بریدونه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې له خوا پلان شوی وو.

خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې داعش په افغانستان کې کوم مرکز نلري. د ایران د کرمان په ښار کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه د تیرې اونۍ د خونړيو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه بریدونو کې د لسګونو ایراني اوسیدونکو سربیره شاوخوا ۱۴ افغان کډوال هم وژل شوي او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر له خوا په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې حسن کاظمي قمي له قوله ویل شوي: "هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفتونو او نفاق ته لمن وهي، هېڅکله به بریالۍ نشي."

ددغې خبرپاڼې له مخې کابل کې حسن کاظمي قمي ویلي چې ایران د طالبانو د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه کوي، بلکې د هغه پر وینا هڅه کوي چې افغانستان د سیمه ییزو همکاریو په ډګر بدل شي.

قمي ویلي چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې تړونونه لري او نورې پانګونې او تخنیکي همکاریو ته هم چمتو دی.

ایران د افغانستان د پنځه نورو ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو په تهران کې د افغانستان سفارت په ګډون یې په دغه هیواد کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کې د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شوي دپلوماتان منلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې ایران د افغانستان یو ستر اقتصادي شریک دی چې له دغه هیواد څخه په کال کې له دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي واردوي.

د طالبانو د حکومت د یکشنبې په ورځ جنورۍ شپږم ( مرغومې ۱۶) وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري او ترانزیټي مالونو د انتقال د کچې د زیاتیدو لپاره ایراني چارواکو ورسره موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په درې سرحدي ګمرکونو کې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته لوړ کړي دي.

نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د خپلو ټولو وارداتو ۲۱ فیصده له ایران څخه وارد کړي وو.