د افغانستان امریکايي پوهنتون د لېسو نجونو زده کوونکو ته د تعلیم زمینه برابره کړې 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان امریکايي پوهنتون اعلان کړی دی چې د لېسو نجونو زده کوونکو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه پوهنتون په یوې اعلامیې کې چې لینک یې په ایکس حساب کې خپور شوی، ویلي دي چې د دغه کار هدف د لوستي کاري ځواک ساتل او پالل دي، ځکه چې کاري ځواک په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ځواک اساس دی.

دا پروګرام د هغوو زده کوونکو لپاره دی چې نهم او لسم ټولګي یې خلاص کړي او یولسم یې پیل کړی نه دی او په افغانستان کې د نجونو په زده کړو د بندیز له کبله نه دي توانېدلي چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې.

هغه زده کوونکي چې دغه پروګرام ته برابر دي، کولای شي له دغې لارې انلاین خپل اسناد وسپاري.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا تحصلي پروګرام د امریکايي پوهنتون د اصولو او ارزښتونو سره برابر دی، چې د بیان ازادي، ولسواکي، متوازن فرصتونه، فردي حقوق، زغم او دا ډول نور ارزښتونه په کې شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «په دغه پروګرام کې ژمنو او وخت پېژندونکو زده کوونکو ته اړتیا لرو.»

اعلامیه وايي دا پروګرام د هغو افغان زده کوونکو لپاره جوړ شوی دي، چې په افغانستان کې دننه ژوند کوي او «موږ د هغو زده کوونکو اسناد نه قبلوو چې له افغانستان څخه د باندې ژوند» کوي.

په اعلامیې کې د دغه پروګرام د نورو شرایطو په اړه هم څه ویل شوي نه دي او دا هم نه دي ویل شوي چې دا پوهنتون څومره زده کوونکو ته اړتیا لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د نجونو او ښځو په تعلیم او تحصیل بندیزو ولګاوه او له شپږم ټولګيو ورپوته یې ښوونځي او پوهنتون تر «امرثاني» پورې وتړل.

طالبانو په خپلې لومړۍ دورې کې د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کار بندیز لګولی و. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا پرېکړه غندلې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې، خو طالبان وايي دا د افغانستان داخلي مسئله ده.