د طالبانو کندهار والي او د پاکستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر په لیدنه کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوې؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د کندهار والي د لس کسیز پلاوي په مشرۍ پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره له وړمې شپې راهیسې په اسلام اباد کې دی.

د بي بي سي ترلاسه شویو مالوماتو له مخې،‌ ملا شیرین اخوند تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چاره له چارسمبالي وزیر جلیل عباس جیلاني، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي او ځینې نورو چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلی محمد علي حنفي چې د ملا شیرین اخوند په نامه مشهور دی، داسې مهال پاکستان ته د لوړ پوړو طالب چارواکو د یوه پلاوي د سفر مشري کوي، چې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له خوا پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب له حفیظ الله معروف سره د طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په کتنو مرکه کړې ده. له ښاغلی شکیب چې خپله په غونډو کې برخه لري، وپوښتل شو، چې له جلیل عباس جیلاني سره پر کومو موضوعاتو خبرې شوې؟ نوموړي په ځواب کې وویل:

''هغه مسائل یاد شول، چې عام خلک ورسره هره ورځ مخامخېږي، د تورخم، بولدک، بادیني، قمرالدین کې چې د خلکو کوم مشکلات دي، د دې یادونه وشوه، له دې خوا یا هغې خوا چې کوم تخطۍ شوې دي، د دې یادونه وشوه. د پاکستان له لوري چې کوم امنیتي مسائل دي، دوی د هغو یادونه هم وکړه.''

ښاغلی شکیب وايي، د دوی پلاوي پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې دوی نه پاکستان ته زیان رسوي او نه یې داسې کوم څه کړي، چې پاکستان ته زیان ورسېږي.

ښاغلي شکیب ومنله چې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د امنیتي پېښو یادونه کړې، خو هغه د طالبانو حکومت مخکینی دریځ تکرار کړ، چې هیڅ ګاونډي هېواد ته د زیان رسولو اراده نه لري:

"کوم امنیتي مسائل چې په پاکستان کې دي، کېدای شي سرچینه یې هم پاکستان کې وي او د دوی مسوولیت دی چې (دا مسائل) کنټرول شي"

د طالبانو له سفیره پوښتنه وشوه چې پاکستان کې له امنیتي پېښو وروسته تل پاکستاني چارواکو د پړې ګوته د طالبانو حکومت ته نیولې او تور پورې کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، چې له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي، او باید دغه وسله وال پاکستان ته وسپارل شي، ایا په دې لیدنه کې داسې کومه مشخصه غوښتنه شوې؟

ښاغلي شکیب وویل: ''دوی خو دا هم وايي، چې په ځینو داسې پېښو کې افغان وګړي هم دخیل دي، خو د دې مانا دا نه ده، چې دا کسان د افغانستان د حکومت، ملت یا بل چا لخوا استول شوي دي، بلکې دا د اشخاصو فردي عمل دی، دا پاکستاني وګړي هم کله په افغانستان کې په ځینو مسائلو کې دخیل شوي دي. خو موږ په عمل کې ثابته کړې، چې د اسلامي امارت لخوا د چا پر ضد کوم اقدام نه دی شوی.''

اسلام اباد سره د طالبانو حکومت د اړیکو له جنجالي کېدو وروسته دا لومړی ځل دی،‌ چې د طالبانو حکومت لوړ پوړی سیاسي او پوځي چارواکی پاکستاني چاوراکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.

ملا شیرین اخوند د طالبانو په هغه ۲۱ کسیز پلاوي یو مهم غړی و، چې قطر کې یې له امریکا او مخکیني افغان حکومت سره مذاکرات کول.د عکس سرچینه،TALIBAN
د عکس تشریح،
ملا شیرین اخوند د طالبانو په هغه ۲۱ کسیز پلاوي یو مهم غړی و، چې قطر کې یې له امریکا او مخکیني افغان حکومت سره مذاکرات کول.

د ملا شیرین اخوند په مشرۍ اسلام اباد ته د طالب پلاوي دا سفر ځکه مهم دی، چې نوموړی د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ته نږدې کس پاتې شوی او د طالبانو اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته هم نږدې کس بلل کېږي. ‍

په پاکستان کې ځینو سرچینو دا هم ویلي‌،‌ چې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر سره په کتنه کې پاکستاني‌ لوري‌ بیا غوښتنه کړې چې طالب چارواکي دې "په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله والو پرضد ګامونه واخلي"،‌ داسې ادعا چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.

بل لور په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد د سرچینو له قوله وايي، چې د طالبانو حکومت پلاوی به د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر څنګ د پاکستان له استخباراتي مسوولینو سره هم وویني.

د بي بي سي خبریاله وايي، د دې پلاوي سفر ته د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستۍ ترینګلتیا ختمولو د یوې مهمې هڅې په نظر کتل کېږي او د ماهرینو په وینا دا سفر ځکه هم مهم دی، چې پاکستان هڅه کوي د طالبانو له مرکزي مشرتابه سره مخامخ اړیکي ولري.

ملا شیرین څوک دی؟
نوموړی کندهار کې د طالبانو د والي په توګه له ګومارل کېدو مخکې د طالبانو د دفاع وزارت د استخبارتو مرستیال و. کله چې د کندهار مخکېنی والي بلخ کې د طالبانو والي وټاکل شو، ښاغلی شیرین د هبت الله اخوندزاده په لارښوونه د کندهار والي وګومارل شو.

هغه همدا زار دوحه کې امریکا سره په مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي غړی هم و.

طالبانو او پاکستاني چارواکو د دغه سفر د هدف په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو داسې ښکاري چې نوموړی پاکستان حکومت سره د‌ طالبانو د ترینګلو اړیکو د ښه کولو په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې "د دواړو خواو تر منځ د ډیورنډ کرښې، له چمن لارې له ویزې پرته ترانزېت، د ټي ټي پي ځینو غړو د سپارلو یا له سرحدي سیمو د هغوی د ایستلو او تر ټولو مهمه دا چې د ښکېلو اړخونو تر منځ به د اړیکو په بیا راژوندي کولو خبرې کېږي."

پاکستاني چارواکي طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو په ورکولو تورنوي او ادعا کوي چې، پاکستان کې د بریدونو د زیاتېدو تر شا د طالبانو لاس دی.

طالبانو په تېر کې د پاکستان دا تورونه تل ردوي او وايي، هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

دوی همدا راز ویلي،‌ په پاکستان کې دننه د بریدونو مسولیت نه لري.

د کابل او سلام اباد تر منځ اړیکې هغه مهال لا پسې خرابې شوې چې، پاکستاني چارواکو د سل ګونه زره افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خپله پرېکړه عملي کړه.

د دواړو خواوو تر منځ د ډېورنډ کرښې پر سر هم وخت ناوخت جنجالونه راپورته کېدل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د بي بي سي پښتو اېکس (ټوېټر) سپېس کې د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ویلي و، دا سفر اسلام اباد سره د هغو مسلسلو بحثونو برخه ده، چې د ډیورنډ کرښې په تړاو کندهار او بلوچستان کې د سیمه ییزو چارواکو تر منځ ترسره کېدې خو دا ځل مخامخ په اسلام اباد کې کېږي.

هغه تازه په ټوېټونو کې د اسلام اباد ناسته شپږمه نوبتي غونډه بللې.

هغه زیاته کړې چې "دغه ناسته کې به د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هیوادونو ترمينځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د تسهیلاتو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه کیږي"

ښاغلي مجاهد له دې وړاندې هم پاکستان کې د بریدونو د ډېرېدو په تړاو غبرګون کې ویلي و. "هره پېښه چې پاکستان کې کېږي، په افغانستان پورې دې نه تړل کېږي."

وروستیو کې د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پوځ په یوه مرکز له برید سربېره د پنجاب په میانوالي ښار او د بلوچستان ایالت په ګواد سیمه کې هم بریدونه شوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغه ډول بریدونه هغه وسله وال کوي چې د دوی په ټکو په افغان خاوره کې پټنځایونه لري، داسې څه چې طالب چارواکي یې بې "بنسټه ادعا" بولي.