ایران وایی د کرمان په چاودنو کې یو ځان وژونکی تاجکستاني ؤ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران په کرمان کې ځايي ادارې وايي چې د تېرې چارشنبې ورځې په خونړیو چاودنو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي.

دا خبر د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې تائيد کړی او د دغو وژل شوو کسانو نوملړ یې هم خپور کړی دی.

په ۱۲ وژل شویو افغانانو کې شپږ ښځې او شپږ نارينه ښودل شوي.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه کسان د چاودنې په ورځ په هماغه سيمه کې وو چې د قاسم سلیماني ‌د مړینې د څلورم تلین په مناسبت مراسم پکې روان وو.

چارواکو په دغو چاودنو کې د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر ۸۹ او د ژوبلېدلو هغو ۲۸۴ تنه ښودلی دی چې له ډلې یې اوس ۱۲ تنه افغانان یاد کړي دي.

د یادولو ده چې د وړمې ورځې د دغو غبرګو چاودونو مسولیت یوه ورځ په ځنډ پرون اسلامي‌ دولت نومې ډلې 'داعش' ومانه او ویې ویل چې دواړه ځانمرګي بریدونه وو.

"د برید په تړاو ځینې کسان نیول شوي"

قاسم سلیماني د 'سپاه پاسداران' له ایرانه د بهر پټو عملیاتو څانګې 'قدس ځواکونو' مشر و چې په عراق، لبنان او سوریه کې فعالیت کوي.

دغه ۶۳ کلن تورن جنرال د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه د یوې امریکايي ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو. تېره چهارشنبه یې څلورم تلین و او ګڼ خلک یې نمانځنې ته ورټول وو چې دوه غبرګې چاودنې پکې وشوې.

ایران د افغانستان له هغو ګاونډیو دی چې زرګونه افغانان پکې مېشت دي.

دغه برید په ایران کې له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوی دی.‌

د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي مرستیال محمد جمشيدي اسرائيل او امريکا په دې بريد کې په لاس لرلو تورن کړي خو امریکا وايي، داسې نښې نشته چې اسرائيل دې په دې چاودنو کې لاس ولري او د واشنګټن ښکېلتيا یې هم رد کړې.

په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې د دغه برید په تړاو یې ځينې کسان نیولي دي.

ښاغلي وحیدي نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې په اړه به یې تفصیل وروسته خپور شي.