ایران کې د سلیماني د تلین مراسمو کې چاودنو لږ تر لږه ۱۰۳ کسان مړه شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

ایراني مقاماتو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۱۸۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د سلیماني د تلین په دغه مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

د ایرنا خبری اژانس د خبر په حواله، د سلیماني د تلین مراسم نن چهارشنبه، جنورۍ دریمه (مرغومی ۱۳مه) په کرمان ښار کې ترسره شول. ددغه اژانس د خبر پر بنسټ، د ځینو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودل شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران 'د خبر له شبکې' سره په مرکه کې دا پیښه یوه "توطیه"وبلله. وحیدي وويل، لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې وشوه او د ده په وينا، کله چې ژغورونکي او خلک د ټپيانو د مرستې لپاره ورغلل، دويمه چاودنه رامنځته شوه.

نوموړي وويل، چې زياته مرګ ژوبله په دويمه چاودنه کې رامنځته شوه. تر دې مخکې د کرمان سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې دا غبرګې چاودنې له یو بل سره د لسو دقیقو په توپیر کې شوي دي.

په ورته وخت کې ایرنا د یو شمیر اسرائیلي رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې په دغو چاودنو کې د سپاه پاسداران یو شمیر قوماندانان وژل شوي دي. ایرنا ویلي:" د رپوټونو تعقیب ښيي چې اسرائیلي رسنیو دغه خبر ناسم دی، ځکه د چاودنې په ځای کې د سپاه پاسداران هیڅ یو لوړ پوړی قوماندان حضور نه درلود."

د ایران دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې دا چاودنې یو "ترهګریز برید" و.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دوه چاودېدونکي توکي هغه هدیرې ته چې سلیماني پکې ښخ دی، په غځېدلی سړک کې ځای پر ځای شوي وو. د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې د تسنیم خبري اژانس ویلي، چې بمونه په دوو سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي وو او له لرې واټن څخه ورته چاودونه ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د کرمان د بیړنیو طبي خدماتو د مرکز مشر شهاب صالحي ددغه چاودنو د لامل په اړه ویلي، چې دغه چادودنې "ددو بمي بریدونو" له امله رامنځته شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له ځای څخه په خپاره شوي تصویرونو کې لیدل کیږي چې یو شمېر کسان له ټپیانو سره مرسته کوي او ځینې بیا له سیمې څخه د تېښتې هڅه کوي.

تر دې وړاندې د 'نور' نیمه رسمي خبري اژانس راپور ورکړی و، چې چاودنې د ګازو د بالونونو له امله هغه هدیرې سره چې سلیماني پکې ښخ دی، په غځېدلی سړک کې رامنځته شوې وه.

ایرنا خبر ورکړی دی چې دغه غبرګې چاودنې له یو بل څخه د لسو دقیقو په توپیر، د صاحب الزمان جومات ته نږدې وشوې.

ایرنا د ایراني چارواکو په حواله ویلي، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر بغداد ته نږدې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني "د نړۍ یو لوی ترهګر" بللی و او ویلي و چې هغه د سیمې په بې ثباته کولو او د افراطي ډلو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.