مولانا فضل الرحمان د موټرو په کاروان باندې د برید څخه روغ وتلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د پاکستان د خېبر پښتونخوا د ایالت په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د موتړو په کاروان برید شوی، خو هغه او د ګوند غړو ته یې په دغه برید کې زیان نه دی رسیدلی.

د جمعیت علما اسلام ګوند یو وياند مولانا جليل خان د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې لسم) خبریالانو ته ویلي چې مولانا فضل الرحمان ډيره اسماعيل خان ته روان و چې د سي پيک لارې سره نزدې د پارک په نوم سيمه کښې د هغه د موټرو په کاروان باندې ډزې وشوې.

مولانا جلیل خان پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د مولانا فضل الرحمان د موټرو په کاروان کې د لسو څخه تر ١٥ پورې موټر شامل و د یارک په سیمه کې پرې ناپیژاندو وسله والو ډزې وکړې.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي چې ددغه ترهګریز برید مخه یې نیولې ده او په دغه بريد کې چاته سر زيان نه دى رسیدلی.
تراوسه ددې برید مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو ددې پیښې دمخه چې په دې وروستیو کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند په اړوند څو تنو مشرانو او فعالانو باندې بریدونه شوي وو د اکثرو مسوولیت یې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش په غاړه اخیستی وو.

پر مولانا فضل الرحمان باندې دا برید وروسته له هغې شوی چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه برید دوه ورځې دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر مولانا فضل الرحمان او د عوامی نیشنل ګوند ایالتي رئیس ایمل ولي خان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کیدو خبرداری ور کړی و.

په دغو رپوټونو کې ویل شوي و چې د کورنیو چارو وزارت دغو دواړو سیاسي مشرانو ته ویلي یې وو چې ترهګرو په هغوي د بریدونو پلان جوړ کړی دی.

د جمعیت علما اسلام د ګوند وياند اسلم غوري په یوه اعلامیه کې د مولانا فضل الرحمان د موټرو د کاروان سره نږدې ډزې يو بزدلانه عمل ګڼلی او ویلي دي چې حالات ددغه ګوند مشرتابه لپاره مناسب نه دي.

ښاغلي غوري ددغې پېښې د سمدستي پلټنې غوښتنه هم کړې ده.

په پاکستان کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو د مولانا فضل الرحمان د موټرو په کاروان د شوی برید غندلی او دا برید یې د ټاکنو د پروسې ګډوډولو یوه هڅه ګڼلې ده.

د عوامي نیشنل ګوند ایالتي رئیس ایمل ولي خان په دې برید خپګان او اندېښنه ښودلې او ویلي دي:" د ټاکنو څخه وړاندې داسې پېښې ښیي چې مونږ په کراتو ویل ترهګر بیا منظم کیږي خو چا ورته غوږ نه اېښوده" .

دا برید په داسې مهال شوی چې ټاکل شوې د بلې میلادي میاشتې فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

مولانا فضل الرحمان ګوند په دغو ټاکنو کې د پخواني صدراعظم نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند سره د خیبربښتونخوا په ایالت کې ټاکنیز ائتلاف جوړ کړی دی.

په مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم په مختلفو وختونو د ځان مرګي بریدونو په ګډون بریدونه شوي، خو هغه ترې روغ وتلی دی خو په دغو شویو بریدونو کې یې د ګوند یو شمیرغړو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.