د م.م امنیت شورا افغانستان په اړه نوی پریکړه لیک تصویب کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمد اسماعیل شاکر

د دغه پریکړه لیک پربنسټ، ملګري ملتونه ډېر ژر د طالبانو له حکومت سره د ډيپلوماسۍ په موخه ځانګړی استازی ټاکي. په پریکړه لیک کې نور څه دي؟

روسيي او چین افغانستان په اړه خپلواکې ارزونې پریکړه لیک ته ممتنع رایې کارول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د خپلواکې ارزونې پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت سره د جمعې په ورځ ناوخته تصویب کړ. ملګرو ملتونو پر خپله اکس پاڼه ددغه پریکړه لیک په اړه لیکلي: «د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې پریکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې په هېواد کې شته ننګونو ته د رسېدنې په موخه د نړېوالې ښکېلتیا په اړه سپارښتنې شوي دي.»

دغه پریکړه لیک ته د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له ډلې ۱۳ مثبت رایې کارول شوي، خو پریکړه لیک ته چین او روسیې سپینې رایې کارولي.

ددغه پریکړه لیک پر بنسټ، ملګري ملتونه به د طالبانو حکومت سره د تعامل په موخه یو ځانګړی استازی وګوماري. دا استازی به د افغانستان او نړېوالو ترمنځ د تعامل د همغږی او څارنې مسؤلیت ولري.


چین او روسيي پر دې ټینګار کاوه چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارلو سره د طالبانو حکومت همغږي اړینه ده، کنه پایلې به یې مثبتې نه وي.

خو ددغو دواړو هېوادونو استازو د ترهګری برخه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له نوي پریکړه لیک څخه هرکلی کړی دی.

د چارو شنونکي وايي، افغانستان اوس له سیاسي او امنیتي ننګونو سربیره له سخت بشري ناورین سره مخامخ دی. د شنونکو پروینا افغانستان باید د نړېوالې ټولنې د برخې په توګه ومنل شي.

برلین کې د پوهنتون استاد ډاکټر اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل: «مهمه خبره داده چې د ملګرو ملتونو نوی نماینده به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.»

آلمان میشتی دغه افغان کارپوه زیاتوي چې د سیمي یوشمېر هېوادونه د افغانستان له «نړېوالې انزواء» څخه په اندېښنه کې دي او اوس دا هڅه کیږي چې افغانستان بیا هم د نړېوالو د پام وړ وګرځي.

پریکړه لیک طالبانو ته څه پيغام لري؟

سره له دې چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا نوی پریکړه لیک، افغانستان سره په ځانګړي توګه له واکمن حکومت سره پر ډيپلوماسی او تعامل ټینګار لري، خو د ترهګری په اړه ندېښنې او د بشري حقونو موضوعات لاهم د لومړیتوبونو په توګه مطرح شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د امریکا استازې وویل، طالبان په تېر یو کال کې لاهم نه دي توانېدلي چې نړۍ سره اړیکې عادي کړي، بلکې په دې برخه کې واټن لاپسې ډېر شوی دی.

په ورته وخت کې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو پر یو شمیر چارواکو تازه بندیزونه هم وضع کړي ول. ملګري ملتونه په دې اند ده چې طالبان او ورپورې تړلي کسان لاهم د افغانستان سولې، خوندېتوب او ثبات ته ګواښ دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرطالبانود بندیزونو د څار ډله د طالب چارواکو د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیزونه او د وسلو تجهیز او لېږد رالېږد په اړه مالومات راټولوي او څاري. دا ډله د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵م کال د ۲۲۵۵ پریکړه لیک پر بنسټ جوړه شوې ده.