طالبان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل یو 'غیر ضروري' اقدام دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک په اړه چې د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) یې له دغې ډلې سره د تعامل د بڼې او د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه تصویب شو، غبرګون ښودلی او د یو "اضافي" ځانګړی استازی ټاکل یې یو غیر ضروري اقدام ګڼلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ ډسمبر (مرغومي ۸) د افغانستان او طالبانو له مشرانو سره د تعامل د زیاتولو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوټیریش څخه غوښتل شوي چې د فریډون سینریلي وړاندیزونو ته د ودې ورکولو لپاره ځانګړی استازی وټاکي، په ځانګړې توګه د جنډر او بشري حقونو په اړه.

د امنیت شورا دغه پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره تصویب کړ. روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رای ورکړه.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: "امنیت شورا د دوو دایمي غړو له خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د لا زیات وخت، بحث او وضاحت غوښتنې سره سره او د افغانستان حکومت سره له مشورې پرته یاد پرېکړه‌ لیک تصویب کړ."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر د اپريل په ۲۵مه (غوایي ۵ مه) د ترکيې ډپلومات فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه وټاکه.

سینیرلي اوغلو افغانستان او سمیې ته په سفر او د طالبانو له مشرانو، په بهر کې مېشتو مشهورو افغانانو او د سیمې او نړۍ له ښکېلو هېوادونو سره د لیدنې له لارې وضعیت وارزاوه.

دا ارزونه وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره باید د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.

د ښاغلي اوغلو په راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

پدې ارزونې کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت - په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه تر ټولو پراخه مسله وه چې په دې مشورو کې مطرح شوې. ارزونه زیاتوي، چې افغان ښځو او نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې د چارو کارپوهانو او همدارنګه د طالبانو ګڼو استازو پر دې موضوع ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو په ارزونه کې ویل شوي چې دا محدودیتونه نه یواځې د ملګرو ملتونو په منشور یا نړیوال قانون کې له لیکل شویو ارزښتونو سره سمون نلري، بلکې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات په ګټه هم نه دي.

خو طالبانو په وار وار ادعا کړې چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي. ددې ډلې حکومت ټینګار کړی چې نور بندیزونه د دیني لارښوونو پر بنسټ وضع شوي او نړۍ باید ورته درناوی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "په داسې حال کې چې موږ د ملګرو ملتونو له خوا له افغانستان سره د لا پیاوړې او پراخې ښکیلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی کوو، زمونږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلیدونکي دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي."

د طالبانو اعلامیې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان اړوند هر ډول پریکړو کې موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او پریکړې یې د کوم لوري تر اغیز لاندي رانشي.