د غزې جګړه؛ د اردوغان او نتنياهو ناندرۍ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له "اډولف هټلر" سره پرتله کړی. نوموړي ويلي، په غزه کې د اسرائیلو کړنې د "نازیانو جنایتونو ته ورته دي".

د ترکیې ولسمشر دا هم ويلي چې "ترکیه د هغو اکاډمیکو کسانو او ساینس پوهانو هرکلي ته چمتو ده چې پر غزې د اسرائیلو د برید په اړه د نظر له امله له ازار او ځورونې سره مخامخ شوي دي."

په ځواب کې د اسرائيلو لومړي وزير نتنیاهو د ترکیې ولسمشر د کردانو په "نسل وژنې" تورن کړ او ويلي يې دي چې رجب طیب اردوغان په دې موقف کې نه دی چې "اخلاقي اصول تبليغ کړي".

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې هم پر غزې د اسرائیلو پر بریدونو سختې نیوکې کړې، خو له اسرائیلو سره د اړیکو پرې کولو مخالف دی.

د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دې مهاله پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۲۱ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان، ښځې او ولسي وګړي دي.

فلسطیني سرچینو خبر ورکړی چې، لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو پوځ په عملیاتو کې ۶ کسان وژل شوي‌ دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې دغه کسان نن چارشنبه سهار پر طولکرم ښار د اسرائیلي پوځیانو په برید کې وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې د یو شمېر ژوبل شویو کسانو رپوټونه هم ورکړل شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

اسرائیلي پوځ تر اوسه د دې برید هدف نه دی په ډاګه کړی.

حماس تر ادارې لاندې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې د اسرائیلو په بریدونو کې دوه سو ۴۱ کسان وژل شوي دي.

فرانسې خبري اژانس هم رپوټ ورکړی چې، رفح ته نږدې د غزې تړانګې په جنوب کې ۸۰ ناپېژانده فلسطینیانو ډله ییز مړي خښ شوي دي.

دا مړي د هغو کسانو دي، چې د غزې تړانګې پر شمال د اسرائیلو په ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه مړي د هویت پېژندلو لپاره اسرائیلو ته لېږدول شوي و او بېرته د کرم شالون له لارې د فلسطین سرې میاشتې ته وسپارل شول.

د حماس ۱۲۹ هغو یرغمل کسانو وضعیت لا هم روښانه نه دی، چې د اکتوبر پر اوومه بریدونو کې غزې تړانګې ته لېږدول شوي وو.

"د غزې جګړه له ناورین اوښتې"

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس ویلي، د غزې په تړانګه کې جګړه "له ناورین هم اوښتې ده" او د "فلسطیني وګړو پر وړاندې ستر جنایت" دی.

ښاغلي عباس چې پرون سه شنبه د ډېسمبر پر ۲۶مه یې رام الله کې د مصر تلویزیون خبریال سره مرکه کوله ویلي، پر غزې تړانګې برید د فلسطیني وګړو په تاریخ کې "ساری نه لري."

دا د اکتوبر له اوومې (غزه کې د جګړې له پیل راهیسې) د نوموړي لومړۍ مرکه ده.

هغې امریکا تورنه کړه چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا مزاکراتو کې یې د اوربند مخالفت وکړ او د جګړې د دوام لامل شوې.

د اسرائیل پوځ مشر وايي، له حماس سره به په غزه کې د اسرائیل جګړه ''تر نورو ډېرو میاشتو پورې'' روانه وي.

هیرزي هالیوي خبریالانو ته وویل: ''هېڅ جادويي حل نه شته.'' له دې مخکې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وویل، پوځي عملیات پای ته نژدې نه دي.''

نوموړي همدا راز وویل، جګړه به د دې لپاره'' تر میاشتو پورې روانه وي، چې تر اوږدې مودې پورې زموږ لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.''

د دوشنبې پر ورځ د اسرائیلي لومړي وزیر د خپل هېواد پارلمان ته ویلي: ''موږ به و نه شو کولای له پوځي فشاره پرته ټول کسان راخوشي کړو... موږ جګړه نه دروو.''

د قطر امیر او جوبایډن ټلیفوني خبرې

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره پر ټیلیفون په غزه کې د منځګړیتوب د ګډو هڅو په لړ کې دایمي اوربند ته د رسېدو په موخه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د قطر رسمي خبري اژانس ویلي، دا خبرې د سې شنبې په د اسرائیلو له لوري د کلابندې شوې غزې په تړاو ورځ شوې دي.

قطر او مصر د تېرې نومبر په وروستیو کې د وضعیت د ارامولو په موخه د حماس او اسرائیلو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی چې په لړ کې یې حماس له اسرائیلي زندانونو نه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې ۱۱۰ بهرنۍ ښځې او ماشومان خوشي کړل.