طالبان: نړۍ سره ښې اړيکې غواړو، خو څوک دې د ستونزو جوړولو هڅه نه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير وايي، حکومت یې "د امریکا او روسیې په ګډون له ټولې نړۍ سره حسنه او ښې اړیکې غواړي."

نوموړي دغه څرګندونې نن "د جدي شپږمه" پر افغانستان د شوروي اتحاد د برید ۴۴ کلیزې د غندنې په مناسبت یوې ناستې ته کولې. په کابل کې جوړې شوې دې غونډې ته د طالبانو د حکومت ګڼ لوړ پوړي چارواکي او وزیران هم ورغلي وو.

هغه همدا راز ټينګار وکړ، چې "مونږ له ګاونډیانو سره د شریعت په چوکاټ کې په متقابل احترام باندې قایل یو."

په داسې حال کې چې پاکستان پخپل هېواد کې د ناامنیو ډېره پړه پر افغانستان اچوي، ښاغلي کبیر په دې غونډه کې د کوم هېواد له نوم اخېستو پرته ټینګار کاوه، چې "مونږ د افغانستان خاوره نه د ګاوندیانو او نه په نړۍ کې د کوم بل هېواد په خلاف استعمالوو او نه به چاته اجازه ورکړو."

طالب چارواکي د پاکستان له نیوکو او تورونو وروسته تل په دې موضوع ټینګار کوي.

د طالبانو دغه سیاسي مشر چې د رپوټونو پر بنست له ناروغۍ له راګرځېدو وروسته په لومړي ځل دا ډول ستره غونډه کې غږېده، په نړۍ غږ وکړ چې له دوی سره ښې اړیکې وساتي او په وینا یې که څوک څه تشویش لري، د خبرو له لارې دې یې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې، "د ستونزې جوړولو هڅه دې څوک نه کوي." مولوي عبدالکبیر همدا راز له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې افغان کډوال دې په جبري ډول له خپلو هېوادونو نه باسي.

په همدې ناسته کې د طالبانو بل مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي وویل "تر اوسه ۸۰۰ زره کډوال له ټولو نړیوالو بشري او اسلامي حقونو خلاف له ګاونډیو هېوادونو په زور ویستل شوي دي."

د طالبانو حکومت چې وار له مخه له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د کډوالو دومره لوی شمېر ور ستنول یو بل لوی فشار دی. هغه په دې برخه کې د ځينو موسسو مرسته هم مهمه او ګټوره وبلله خو ځینو کډوالو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د کورونو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانانو د کډوالۍ او نورو کړاونو سلسله په ښکاره د شوروي اتحاد له یرغل سره شروع شوې چې له څه باندې څلورو لسیزو له تېریدو راهیسې یې لا هم ملهم نه دی موندلی.

شوروي اتحاد ۴۴ کاله پخوا د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه، پر افغانستان برید وکړ چې د لس کلن مقاومت وروسته یې ځواکونو بېرته له افغانستانه ووتل. خو په کور دننه مجاهدینو د روسانو پرضد یې جګړه کوله، د واک پر سر یو بل سره په جګړه کې کېوتل چې د رپوټونو له مخې لسګونه زره کسان په کې ووژل شول.