ايران ته د متقي سفر؛ ددغه هيواد چارواکي له طالبانو څه غواړي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ايران خارجه وزارت ويلي دي چي د دغه هيواد خارجه وزير د امير خان متقي سره د ليدني کتني پرمهال د اوبو او سرحد په شمول د موجوده مسايلو د حل غوښتنه وکړه. ځيني کارپوهان وايي چي ايران د افغانستان په هکله دوه ګونی سياست لري.


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، اميرخان متقي چي په يوه غونډه کي د گډون له پاره د ايران له خوا دعوت سوي وو، دغه هيواد ته تللی دی. متقي د دوشنبه په ورځ د ايران د بهرنيو چارو له وزير او د دغه هيواد له ځينو لوړرتبه چارواکو سره يې ليدني او خبري کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د ايران خارجه وزير ډاکټر امير عبداللهيان له امير خان متقي سره د ليدني پرمهال د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو په هکله خبري کړي او دغه اړيکي يې مهمې بللي دي.

نوموړي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوبو او سرحد په گډون موجوده مسايلو په هکله ټينگار وکړ او هيله مندي يې ښکاره کړه چي د طالبانو اداره په عملي ډول د دواړو هيوادونو ترمنځ موجوده ستونزو په ليري کولو کي همکاري وکړي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

د طالبانو خارجه وزارت ويلي دي چي اميرخان متقي د ايران له خارجه وزير سره د ليدني پروخت، د ايران او افغانستان ترمنځ د لاډيرو سياسي، اقتصادي، تجارتي او ترانزيتي اړيکو د پياوړي کيدو له پاره له اغيزمنو اقداماتو څخه يادونه وکړه.

د طالبانو د خارجه وزارت په اعلاميه کي راغلي دي چي اميرخان متقي د ايران له خارجه وزير سره په دغه ليدنه کتنه کي په ايران کي د مهاجرو افغانانو او بنديانو د وضعيت او ستونزو د حلولو په هکله خبري وکړې او د ايران له خوا ورته په دې برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړل سوی دی.

د دواړو هيوادونو ترمنځ د معاهدو پر عملي کيدو ټينگار

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په دې سفر کي د افغانستان په چارو کي د ايران د ولسمشر له ځانگړي استازي حسن کاظمي قمي، سره هم وکتل.

قمي په خپل ايکس پاڼه کي ليکلي دي چي په دغه ليدنه کي دواړو خواوو د دواړو هيوادونو ترمنځ د توافقاتو د عملي کولو پر چټکوالي ټينگار کړی دی.

هغه د خپل پيغام په يوه برخه کي ليکلي: «د سيمه ايزو نوښتونو ملاتړ، د سيمه ايزو اړيکو د ډلې جوړول او د سيمي له هيوادونو سره د کابل د اړيکو په آسانولو کي د هغه نقش او د افغانستان د شاوخوا هيوادونو اندېښنو او مشروع غوښتنو ته پاملرنه د دې ليدني نورې موضوعگانې وې. »

اميرخان متقي چي لاهم په ايران کي دی، په دغه هيواد کي يې د افغانستان د سفارت له کارکوونکو سره هم وليدل.

په هغه ويډيو کي چي د افغانستان د ملي تلويزيون له خوا چي د طالبانو تر کنترول لاندي دی خپره سوې، داسي انځورونه پکې خپاره سوي دي، چي متقي په ايران کي د افغانستان د سفارت له کارکوونکو سره په ليدنه کتنه کي چي په اوس وخت کي يې د طالبانو له خوا سرپرستي کيږي، د هغوی ستاينه وکړه.

هغه د نوموړي سفارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چي حتي هغو کسانو ته دي هم خدمات وړاندي کړي چي د طالبانو د حکومت مخالفين دي.

هغه د خپلو خبرو اترو په يوه برخه کي له ايران سره د طالبانو د اړيکو پر ښه کيدو ټينگار وکړ او وې ويل: «له ايران سره زموږ اړيکي په ډير ښه حالت کي دي.»

د طالبانو جګپوړی پلاوی ایران سره په چابهار غږیږی

متقي څرگنده کړه چي په تهران کي سفارت او د مشهد او زاهدان په ښارونو کي قونسلگرۍ پرانيستې دي او فعاليت لري.

د طالبانو له حاکميت څخه څه د پاسه دوو کلونو په تيريدو سره د ايران په شمول تراوسه پوري هيڅ کوم هيواد د طالبانو اداره په رسميت نه پيژني، خو د سيمې ځيني هيوادونه چي ايران هم پکښي شامليږي له طالبانو سره ډيپلوماتيکي اړيکي لري. ايران هلته، د افغانستان سياسي نمايندگۍ طالبانو ته پرې ايښي دي.

 «د افغانستان په هکله دوه گونی سياست»

ځيني کارپوهان په دې باور دي چي ايران د طالبانو پر وړاندي دوه گونی سياست لري. د نړيوالو اړيکو کارپوه طارق فرهادي، په دې اړه وايي چي ايران او د افغانستان نور گاونډيان د افغانستان په هکله دوه گونی سياست لري او تل يې د دغه هيواد له واکمنانو څخه ناوړه استفاده کړې ده.

طارق فرهادي وايي:«ايران حتي حاضر نه دی چي په ملگرو ملتونو کي داسي رايه ورکړي چې له طالبانو څخه بنديزونه ليري سي. ايران حتي طالبان په رسميت نه پيژني. ايران خپلي گټي مخ ته بيايي... په اصل کي ايران له طالبانو سره دوه گوني اړيکي لري.»

ایران او طالب پلاوي پنځه اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

په افغانستان کي د طالبانو له واکمنۍ راهيسي، د حق آبه او سرحدي ستونزو له امله د ايران او طالبانو ترمنځ اړيکي څو واره ترينگلي سوي دي. په دغو دوو کلونو کي د طالبانو او ايران د سرحدي ساتونکو  ترمنځ سرحدي شخړې هم رامنځته سوي دي.

ايران په وار وار سره، د طالبانو په اداره کي د ټول شموله حکومت د نه موجوديت له امله انتقاد کړی دی. علاوه پردې، پر طالبانو تور لگوي چي د ايران حق آبه نه مراعتوي او دغه کار د ايراني او طالب چارواکو ترمنځ د لفظي شخړې د رامنځته کيدو سبب هم سوی دی.

له بلي خوا، د افغان مهاجرو د اخراج په هکله د پاکستان تر پريکړې وروسته، ايران هم د افغان کډوالو  اخراج ډېر کړی دی.

د اسلام قلعه په سرحدي لاره کي د طالبانو د سيمه ايزو چارواکو د معلوماتو له مخي، هره ورځ څه د پاسه دوه زره افغانان له ايرانه څخه ايستل کيږي او يا هم افغانستان ته د بيرته ستنيدو له پاره مجبوريږي.

ايران ته د نوموړي چارواکي له سفر سره سم، د مشهد چارواکو د خارجي اتباعو پر فعاليت چي اکثره يې افغانان دي، د مشهد په سيارو بازارونو کي بنديز لگولی دی. خو د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست له ايراني چارواکو سره د ليدني پرمهال نوموړي موضوع ته هيڅ اشاره نه ده کړې.