منظور پښتین دوو قضیو کې د ضمانت له منل کېدو وروسته بیا نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور احمد پښتین د ځايي محکمې له لوري د ضمانت له منل کېدو وروسته بېرته نیولی دی.

د ښاغلي پښتین مدافع وکیل اصف ایوب بي بي سي پښتو ته وویل، ځايي محکمې له دې مخکې د ترهګرۍ په دوو قضیو کې د ښاغلي پښتین ضمانت ومانه، خو پاکستاني پولیسو د تېر اګست میاشتې یوه احتجاج په قضیه کې نوموړی بېرته ونیو.

د دې قضیې له مخې ښاغلي پښتین د داسې یوه احتجاجي لاریون-پرلت مشري کړې وه، چې پولیسو په ترنول سیمه کې د پاکستان امنیتي قانون ۱۴۴ مادې له مخې پر سیاسي غونډو بندیز لګولی و.

نن سې شنبه د همدې قضیې لړ کې محکمې د پولیسو په غوښتنه ښاغلی پښتین د دوو ورځو لپاره د نور تحقیق په موخه پولیس ته وسپاره.

تر څو ځله ځنډ وروسته، د ترهګرۍ مخنيوي محکمه کې نن سه شنبه د منظور پښتين د ضمانت قضيه واورېدل شوه، چې په کې قاضي د مدافع وکيلانو لخوا د هغه ضمانت منلی دی.

د منظور پښتين مدافع وکيل عطاالله کنډي مخکې بي بي سي پښتو ته وويل، د ضمانت تر منلو وروسته قاضي د عمران خان د سايفر قضيه اورېدو لپاره زندان ته تللی دی او دوی ته يې د ضمانت نورې قانوني چارو ترسره کولو ویلي دي.

پر ایکس خواله رسنۍ د منظور پښتین له حسابه یوه پیغام کې د نوموړي نیول کېدو پخلی شوی دی.

د ښاغلي کنډي په وینا، د پښتين ضمانت لپاره يې د دوو کسانو د ضمانت سندونه زندان ته لېږلي وو.

ښاغلي کنډي له دې مخکې بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، چې دوی به د اسلام اباد له عالي محکمې وغواړي چې د ښاغلي پښتین پر ضد د ثبت شویو ټولو قضیو شمېر او څرنګوالی وروښيي، چې په رڼا کې یې د راتلونکي لپاره د مدفع وکالت چارې ترتیب کړي.

منظور پښتين د ډیسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان چمن سيمه کې د ډېورنډ کرښې پر دروازه د پاسپورټ او وېزې درلودو شرط لازمي کولو پر ضد پرلت ته تر وینا وروسته هغه مهال ونيول شو، چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان و.

ښاغلی پښتین تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.