جاپانی انجینر افغانستان کې د ناکامورا تګلارې ته دوام ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوه جاپاني انجینر ویلي چې غواړي افغانستان کې د ډاکټر تتسو ناکامورا تګلارې ته دوام ورکړي. ناکامورا چې په کاکا مراد یې شهرت درلود، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په یوه برید کې ووژل شو.

د پي ام اس په نوم د جاپاني خیریه بنسټ مسؤل ډاکټر تتسوناکاموراپه ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جلال آباد ښار په لومړی ناحیه کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې له خپلو پنځو همکارانو سره ووژل شو.

ناکامورا ۳۰ کاله په افغانستان کې د روغتیايي، کرنې او اوبو رسولو پروژو کې کار وکړ او د هغه هلې ځلې سبب شوې وې چې زرګونه افغان کورنۍ له بې وزلۍ خوندې پاتې شي.

د جاپان ملي ټلویزون NHK په خپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي، هیګوچي تاکاشي چې د اوبو انجینرۍ برخه کې تخصص لري، غواړي افغانستان کې د ناکامورا لارې ته دوام ورکړي.

تاکاشي ویلي دي، ډاکټر ناکاموراپه ۲۰۱۷ میلادي کال کې جاپان ته راغلی ؤ او د انجینري په څانګه کې یې د هغه همکاري غوښتې وه. نوموړي ویلي په لومړیو کې یې د ناکامورا غوښتنه رد کړه، خو وروسته بیا ناکامورا د هغه شرکت ته ورغی. تاکاشي زیاته کړه: »کله مې چې له ناکامورا سره ولیدل، ومي لید چې هغه ډېر مهربان سړی دی، څوک به وکولای شي چې د هغه غوښتنه رد کړي.«

 تاکاشي زیاته کړه؛ »ان په یوه ویجاړ شوي هېواد کې احساس کوم چې یوه واقعي رڼا د خپرېدو په حال کې ده. خوښيږي مې چې خلک وپوهیږي چې ځیني کسان شته چې د نورو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.«

د جاپان ملي ټلویزون د رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې ۱۱ داسې کانالونه جوړ شوي چې له امله یې وچې ځمکې په کرنیزو، شنو او حاصل ورکونکو ځمکو بدلې شوي دي. هغه ځمکه چې ددغو بندونو جوړېدو سره خړوبیږي تر ۶۵۰ زره ډېرو کورنیو ورځنی ژوند تامینوي.

 اوسمهال هیګوچي په »پیشاور کای« کې تخنیکي سلاکار او مدیره پلاوي غړی دی. هغه د اوبو بندونو جوړولو او له خړوبونکو کانالونو سره د سیندونو اوبو نښلولو کې تخصص لري او د هغه تخصص د افغانستان د ډیری وچو ځمکو پر کرنیزو او شنو ځمکو بدلېدو سبب کېدای شي.

د ناکامورا د پروژو راتلونکي به څه وي؟

 ناکامورا څه کارونه کړي؟

ډاکټر ناکامورا د پي ام اس جاپاني خیریه بنسټ مشر ؤ چې د افغانستان اوبو مدیریت برخه کې یې ډېرې پروژې ترسره کړې وې.

 ناکامورا لکه څنګه چې یو ډاکټر ؤ نو غوښتل یې له ناروغانو سره مرسته وکړي، خو هغه چې کله په ۱۹۸۶ میلادي کال کې افغانستان ته راغی خپل مسلک یې بدل کړ ترڅو اصلي ستونزو ته ورسیږي.

هغه په ننګرهار ولایت کې د اوبو کانال جوړولو ته لستوڼي بډ وهل او د ویالو په کېندلو سره د اوبولو بیارغاولو لپاره یې په دغه ولایت کې اقدام وکړ، ځکه ډاکټر ناکامورا لېدل چې خلک د ناپاکو اوبو څښلو له امله په ناروغیو اخته کیږي او د بې وزلۍ له امله هره ورځ وضعیت خرابیږي.

دې موسسې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې فعالیت کاوه او په بهسود، خېوه او کامې ولسوالیو کې بندونه او د اوبو کانالونه جوړ کړل چې په پایله کې یې زرګونه جریبه وچې ځمکې په دغو سیمو کې په شنو سېمو واوښتې.

د افغانستان د هغه وخت ولسمشر، محمد اشرف غني،ناکاموراته د نوموړي د هڅو او خدمتونو په بدل کې د افغانستان افتخاري تابعیت او تذکره هم ورکړې وه.