ملګري ملتونه د افغانانو بشري اړتیاو لپاره څه باندې درې میلیارد ډالر غواړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانانو د بشري ضرورتونو د پوره کېدو لپاره ۳.۶ میلیارد ډالرو ته ضرورت دی.

اوچا د تېرو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږې، اقلیم د بدلون اغیزو، په ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې بل کال به هم افغانان ډېر بشري ضرورتونه ولري او اندازه به یې د تېر په څېر زیاته وي.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي.

اوچار ویلي دي چې د دغو کسانو د بشري مرستو د پوه کولو لپاره "۳.۰۶ ملیارد ډالرو" بودیجې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دا بودیجه به افغانانو ته د اوبو، محیطې حفظ الصحې، خوړو، روغتیا، کرنې، پوهنې، سرپناو او نورو برخو کې ولګول شي.

د اوچا له خوا د ترتیب شوي پلان له مخې به په راروان ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیون کسانو سره مخامخ مرستې وشي چې په کې ۲۴ ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۸.۶ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه کسان شامل دي.

اوچا د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې لویې ستونزې یادې کړې.

ملګروملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱.۹ میلیون افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي چې شاوخوا ۵۰۰زره یې له پاکستان څخه راستانه شوي او یا مجبور شوي خپل هېواد ته ستانه شي.

اوچا په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو په اړه ویلي چې د اقلیم بدلون په ټول هیواد کې د اوبو بحران لا پراخه کړی چې ورسره د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې ویجاړونکو زلزلو د خوړو، روغتیا او تغذیۍ په برخو کې د افغانانو اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

ملګروملتونو د ۲۰۲۴ کال د پلان په اړه په خپور شوي راپور کې ویلي چې د منځنۍ او د ثانوي دورې له زده کړو د ۱.۴ میلیونو نجونو محرومیدل په عمومي ډول دا معنی ورکوي چې افغانستان کې د زده کړو په برخه کې اړتیاوې په خپل ځای پاتې اودا مسله لاهم په دغه هیواد کې د اساسي لومړیتونو یوه مسله ده.

ګواښونه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د افغانستان کمزوری اقتصاد چې په اقتصادي فعالیتونو کې پر ښځود محدودیونو له امله لا یې پر خلکواغیزې سختې شوي خلک په ډیره زیاته اندازه بشري مرستو باندې متکي کړي دي.

اوچا ویلي: "...د افغان میرمنو په کار محدودیت د ثبت او تطبیق په برخو کې د پروژو د ځنډ سبب شوی چې اړتیا ده په خبرو کې [د طالبانو له چارواکو سره] ورته د حل لار ولټول شي."

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۴۶ افغان کډوالو د ستنیدلو اټکل کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې اوس افغانستان په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر له امله په نړۍ کې دوییم هیواد دی چې په لوی شمیر افغانان په کې له خپلو مینوبې ځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي افغانان ژوند کوي چې اکثره یې د ۲۰۱۲ کال راهیسې له خپلو مینو څخه بې ځایه شوي دي.