د فلسطین په تړاو د تهران ناسته؛ مولوي امیرخان متقي هم وربلل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایران د فلسطین په اړه جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي ته رسمي بلنه ورکړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه سفر موخه د فلسطین په تړاو په مشورتي او سیاسي غونډه کې ګډون دی چې ټاکل شوې سبا شنبه جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي "دغه سفر د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي چې د فلسطین قضیې په اړه په یوه لوړ رتبه مشورتي سیاسي کنفرانس کې ګډون وکړي."

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه ناستې نوښت د ایران بهرنیو چارو وزارت له خوا شوی چې "د فلسطین له خلکو د ملاتړ او په سیمه او نړۍ کې د امنیت ټینګښت" په اړه په پلازمېنه تهران کې جوړېږي چې د ګنو هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.

اسرائیل، امریکا او نور ملګري یې ایران په منځني ختیځ کې د حماس، حزب الله او نورو وسله والو ډلو ملاتړی بولي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال ایران ته سفر کوي چې یوه میاشت وړاندې د دوی د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تهران ته تللی و.

بل خوا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې ایران تازه "۲۰۰ افغان زندانیان" چې په دغه هېواد کې د " قانوني اسنادو" نه لرلو له امله نیول شوي وو، خوشي کړي او افغانستان ته استولي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رییس یار محمد حقیار ویلي "د لسم ځل لپاره ۲۰۰ افغان زندانیان چې د قانوني اسنادو نشتوالي له امله په ایران کې بندیان وو، خوشي شوي او په نیمروز کې طالب چارواکو ته سپارل شوي دي."

دغه طالب چارواکی وایي، تېره اونۍ هم په " نهم پړاو کې ۱۹۳ زندانیان" ایراني لوري خوشي کړي وو.

ایراني رسنيو د دې هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان له خولې لیکلي، "دمګړۍ ۷ زره بهرني وګړي د ایران په زندانونو کې بندیان دي چې ۶ زره ۶۲۰ تنه یې افغانان او پاتې نور د پاکستان، عراق، ترکیې، هند او ازربایجان وګړي دي."

ایران د طالبانو له حکومت سره د روان کال په مارچ میاشت کې هوکړه کړې چې سلګونه افغان زندانیان به افغانستان ته لېږي.

ایران او بل ګاونډي پاکستان له څو میاشتو را په دېخوا په هغه هېوادونو کې د ناقانونه افغان کډوالو نیول او په زور ستنولو لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه سلګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.