غزې ته د مرستو د خوندي لېږد په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک تصویب شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۲ (مرغومی لومړی) هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې غزې ته په خوندي توګه د بشري مرستو د لیږد غوښتنه پکې شوې وه.

که څه هم په دغه پریکړه لیک کې د سمدستي اوربند غوښتنه نه ده شوې، خو پکې د غزې تړانګې ته " بیله خنډه د سمدستی بشردوستانه مرستو" او "په تلپاتې توګه د شخړو د پایته رسېدو" لپاره د شرایطو په رامنځته کولو ټینګار شوی دی.

دغه پریکړه لېک ته د ملګروملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي؛ د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې ممتنع رایه او دیارلس نورو غړو مثبته رایه ورکړه.

د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د ویټو د مخنیوي لپاره خبرې اترې له څو ورځې راهیسې روانې وې. همدارانګه ددغه پریکړه لېک د مسودې متن چې د عربي متحده اماراتو لخوا ترتیب شوې وه او د اسرائیل او حماس څخه غزې ته د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د بشري مرستو رسولو غوښتنه پکې شوې وه،‌ څو ځلې بدلون وموند او ان د امنیت په شورا کې د تصویب لپاره یې څو وارې غونډې وځنډیدل.‌

پدې اړه په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبې وویل، موږ پوهیږو چې دا یو بشپړ پریکړه لېک نه دی، خو بشري ناورین ته د رسیدګۍ په موخه د بیړنیو اقداماتو لپاره زمینه هواروي.

په پریکړه لیک له ښکیلو لورو غوښتل شوي چې د ټولو بشردوستانه لارو په کارولو سره د بشري مرستو د رسولو لپاره زمینه هواره شي او همداراز د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی به د مرستو رسولو د همغږي او څارنې په موخه وګمارل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک له تصویب وروسته وویل، چې په غزه کې د بشردوستانه هڅو د خنډ "اصلي ستونزه" د اسرائیلي ځواکونو د برید څرنګوالی دی.

هغه پر خپل دریځ باندې په ټینګار سره چې بشردوستانه اوربند د مرستو د رسولو یوازینۍ لار ده، زیاته کړه:"اصلي ستونزه دا ده چې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو طریقه په غزه کې د بشري مرستو د ویش پر وړاندې ستر خنډ رامنځته کوي."

ګوتریش زیاته کړه: "د حماس ډلې له خوا د نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه هیڅکله فلسطیني وګړو ته ډله ایزه سزا نشي توجیه کولی."

ګوتریش وویل: "هیله من یم چې د نن ورځې پریکړه خلک په دې پوه کړي؛ که چیري موږ غواړو بشري مرستې په اغیرمنه توګه واستول شي، نو ریښتونې بشردوستانه اوربند ته اړتیا ده."

هغه د لوړ پوړو اسرائیلي چارواکو په هغو څرګندونو هم نیوکه وکړه چې د اسرائیل- فلسطین دوه دولتونو حلاره تر پوښتنې لاندې راولي. هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو، نړیوالو قوانینو او پخوانیو تړونونو سره سم د اسرائیل او فلسطین، دوه دولتونو حلاره د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار ده.

په ورته وخت کې اسرائیل وايي‌ چې د جګړې له پیل راهیسې په خوراکي توکو، اوبو او درملو بار ۵۴۰۰ مرستندویه لارۍ غزې ته تللي دي.

خو مرستندویه ډلې وايي چې دا مرستې یوازې د غزې په تړانګه کې د خلکو اړتیا یوه برخه وه. بلخوا د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د سرائیل او حماس روانه جګړه د غزې اوسېدونکي د قطحۍ پر لور بیايي.

د دغه پریکړه لیک تر تصویب مخکې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي برخه کې د خپلو ځمکنیو بریدونو د پراخولو خبر ورکړی وو.

په غزه کې د اسرائیل د هوايي بریدونو د دوام خبرونه په داسې حال کې ورکړل شوي، چې په مصر کې د اسرائیل او حماس د نوي اوربند په اړه په روانو خبرو کې د پرمختګ هیلې هم له مړاوې شوي دي.

اسرائیل په غزه کې د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس وسله والو پر اسرائیل په یو برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په عملیاتو کې تراوسه لږترلږه ۲۰ زره کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ د اوربند په ترڅ کې، حماس له سلو زیات یرغمل خوشې کړل. چارواکي وايي سل نور یرغمل لاتراوسه د حماس په ولکه کې دي او اسرائیل یې د ازادولو هڅه کوي.