د افغانستان پر وضعيت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډه کې څه وويل شول؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه ترسره کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په ګډون، د ګڼو هېوادونو سفیرانو په کې ویناوې وکړې.

د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په لومړي سر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا چې تازه د افغانستان له سفره ستنه شوې وغږېده. ورپسې د ځینو نورو هېوادونو استازو د عمومي بحث سربېره د خپلو حکومتونو لیدلوری بیان کړ. د یو شمېر ګاونډیانو په ګډون یو شمېر چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په ښه تعامل کې دي د بشري حقونو پر ځای یې خبرې پر بشري مرستو راټولې وې.

آغلې اوتنبایووا په لومړي سر کې د افغان ښځو او نجونو پر کار زدکړو د طالبان حکومت نه بدلېدونکي دریځ خواشیني څرګنده کړه، په زندانونو کې یې د شکنجې، د بشري حقونو د تروړلو او د لږکیو ګوښه والي مسلې ته اشاره وکړه.

آغلې اوتنبایووا وويل، "د بشری حقونو په مسله کې نه پرمختګ د اوسني لېرې والي اصلي لامل دی. د نړیوالو معیارونو منل او ساتل یې د ملګرو ملتونو په میثاقونو کې راغلي چې افغانستان هم منلي دي. په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره پر دې شرطونو جوړجاړی شونی نه دی. د ملګرو ملتونو د استازې په توګه مې تل په افغانستان کې چارواکو ته ور په زړه کړي."

نوموړې پر شیعه ګانو بریدونه چې د داعش ډلې خراسان څانګې له خوا ترسره شوي له عمده اندېښنو یاد کړل. دې همدارنګه دیني مدرسو ته اوسمهال د ډېرو نجونو تګ چې د ښوونځي په نه شتون کې یې ورته مخه کړې د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړې زیاته کړه، "نه پوهېږم چې دا مدرسې د زدکړې له پرمختللو معیارونو سره څومره اړخ لګوي."

دې د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه چې له ټولو ژمنو سره سره یې چې ویل یې مناسب شرایط ورته برابروي تراوسه یې هم د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي.

خو آغلې اوتنبایووا په ځینو برخو کې پر ښه پرمختګ هم خبرې وکړې او ویې ویل چې له "بندیانو سره په چلند کې ښه بدلون راغلی او ګڼ چارواکي له ملګرو ملتونو سره ښکېلږي او لیوال دي چې د بشري حقونو په معیارونو ځانونه پوه کړي. "

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه ټول خو پاکستان ډېره اندېښنه لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچن وضعیت لامل یې په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د تګلارو او د هغه د لاملونو زېږنده باله.

د اکوادور استازي خوزا دېلا کاسکا چې د غونډي مشري کوله وویل، په افغانستان کې د شته بشري وضعیت له امله به اوس هم د طالبانو یو شمېر مشرانو پر سفر بندیز پرځای او د افغانستان شتمنۍ کنګل پاتې شي.

ځانګړې استازې اوتنبایووا له پاکستانه د شړل شویو افغان کډوالو پر وضعیت او اقلیمي بدلون پر اغېزو د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ، د طالبانو حکومت ځینو مثبتو کړنو ته په هغه کې امنیت او له نشه یي توکو سره مبارزه هم راځي ستاینه وکړه. دې له طالب چارواکو سره د خبر اترو پر دوام ټینګار وکړ او ټولو ته یې ور په یاد کړل چې خبرې اترې د مشروعیت ورکولو په معنا نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر رامش راجاسنګهم د یادو ناخوالو ترڅنګ، د بشري مرستو په رسولو او له ستانه کړای شویو افغان کډوالو سره د طالبانو حکومت چلند مثبت وارزاوه.

ښاغلی راجاسنګهم د بشري مرستو په رسولو او وېش کې د لګښت پر مسلې وغږېد چې ویل یې تر مخکیني حکومت، اوس د فساد نه شتون له امله څوک بشري مرستې ځان ته نه سپموي، یوازې د وېش په څرنګوالي کې یې طالب چارواکي ځان ښکېلوي.

په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمیسیون مشرې او اوس د روادارۍ سازمان اجرایه مشرې شهرزاد اکبر پر ښځو او نجونو بندیزونه او له قومي لږکیو سره پر چلند کلکې نیوکې وکړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د تګلارې له بدلون پرته دې د طالبانو له حکومت سره نرمښت نه کوي.

نوموړې، طالبان تورن کړل چې له "ازبکانو، تاجکانو، هزاره ګانو او نورو سره تبعیضي چلند کوي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق له ملګرو ملتونو وغوښتل چې داسې تګلاره دې خپله کړي چې د طالبانو په چلند کې بدلون راوستلی شي.

ښاغلی فایق چې پخپله خبره یې د پخواني نظام استازیتوب کوي وویل چې پخواني افغان پوځیانو ته د سر ګواښ پېښ دی او له قومي لږکیو سره ناسم چلند کېږي. ده پر نړیوالو مرستندویویانو هم نیوکه وکړه چې ګواکې په خپلو کې همغږي نه لري او افغانان لا ډېرو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.د امریکا متحده ایالتونو استازي د نورو مواردو ترڅنګ د پولیسو په لیکو کې د ښځینه و نه شتون له امله ښځو ته عدل او انصاف برابرول ټکنۍ شوې چاره وبلله.

ده وویل د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې امریکا پر افغانستان دوه میلیارد ډالر لګولي. د امریکا استازي ټینګار وکړ چې طالبان دې له افغانانو سره تفاهم ته ورسېږي او تر هغه چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې چلند نه وي بدله شوې دوی هم خپله تګلاره نه بدلوي.

په ناسته کې د البانیې، مالټا، فرانسې، برازیل، متحده عرب اماراتو، جاپان، سویس، موزمبیک، روسیې، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان استازو هم خبرې وکړې.

د البانیې، مالټا، موزمبیک او سویس برخلاف چې اوږدې ویناوې یې وکړې ځینې لکه چین، جاپان او هند چې له افغانستان سره ډېر ښکېل هم دي، لنډې او پر اقتصادي او بشري مرستو ټولې ویناوې وکړې.

د هر چا د خپلو خپلو اندېښنو او غوښتنو په دوام ایران د داعش پر ګواښ او ترکمنستان د طالبانو له حکومت سره پر پراختیايي پروژو وغږېد.

هند په افغانستان کې طبیعې پېښې هم د ناورین لوی لامل وباله او د پاکستان استازي چې وار يې په پای کې و، په تفصیل وغږېد.

د پاکستان استازی تر افغانستان ډېر پر خپل هېواد د خپل هېواد پر اړتیا وغږېد. په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت تورن کړ چې پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته یې خوندی ځای ورکړی.

د پاکستان استازي وویل اوس هم دوه اعشاریه دوه میلیون بې اسنادو افغان کډوال په پاکستان کې شته. د ده په وینا ناقانونه افغانان په پاکستان کې په مخدره موادو، قاچاق او جرایمو کې لاس لري او دا چې له افغان کډوالو سره بد چلند شوی نه دی، البته پرته له هغو افغانانو چې د ده په وینا زنداني شوي، "مجرمان" دي.

د پاکستان استازي افغان کډوال د دوی پر اقتصاد بوج وباله او ګیله یې له ملګرو ملتونو دا وه چې د کډوالو لپاره له دوی سره مرسته نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې چې په مجموع کې د افغانستان پر ټول وضعیت په کې خبرې کېدې، لکه څنګه چې ګڼو ګډونوالو یاده کړه د میلیوني کډوالو ورستنېدل، اقتصادي، د طبیعي ناورینونو او د اقلیمي بدلون ستونزې هم افغانان ډېر کړوي او باید د نړیوالو په مرسته ورته حل لار ولټول شي. خو په څو مواردو کې د طالبانو حکومت پر تګلارو نیوکو، د دوه نیم ساعته غونډې لویه برخه خپله کړه.