پولیسو اسلام اباد کې د بلوڅ لاریونیانو مخه نیولې؛ بښنې نړیوال سازمان وایي 'زور زیاتي اندېښمن' کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بښنې نړیوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه اسلام اباد کې له بلوڅ لاریونیانو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنه ښوولې.

"د ډيسمبر په ۲۱ اسلام اباد کې د بلوڅ لاریون کوونکو پروړاندې د قانون پلي کونکو ادارو لخوا په غیرقانوني توګه د ځواک کارونې په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوو."

د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، "د اوبشیندو، اوښکې بهوونکو ګازو او د لاریون کوونکو پر ضد د ډنډو ګوزارونو ویډیوګانې لیدل شوي، لسګونه کسان بندیان او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون سلګونه نور ټپیان شوي دي. دا د امنیت او د اعتراض له حقونو سرغړونه ده."

دغه سازمان زیاتوي: "موږ یو ځل بیا پر خپله غوښتنه ټینګار کوو چې د پاکستان حکومت دې سمدستي ټول لاریون کوونکي خوشې کړي او یوازې د بیان د ازادۍ او احتجاج له حق څخه د استفادې لپاره پر دوی لګول شوي تورونه دې پای ته ورسوي."

پر دې سربېره "په بلوچستان کې باید د ټولو غیر قضايي وژنو او په جبري لادرکه کېدو له نړیوالو معیارونو سره سم په بې طرفه توګه وڅېړل شي او د غیر قضايي وژنو او جبري ورک شویو قربانیانو کورنیو ته باید تاوان ورکړل شي."

د بلوڅو پیوستون لاریون سمبالونکي وايي د لاریون کوونکو د پرمختګ د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، پولیسو د اسلام اباد په ایوب چوک کې د بلوڅ پیوستون مارچ د ګډونوالو د مخنیوي لپاره له اوبشیندو او اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست چې له سختو ستونزو سره مخ شول.

ځايي پوليسو د لاریون کوونکو پر ضد د اوښکې بهوونکی ګاز د کارولو دفاع کړې او وايي دوی نه پوهېدل چې د شپې ناوخته هلته څه شمېر لاریون کوونکي وو، ځکه دوی په ډلو ډلو بېلابېلو سيمو کې موجود وو، نو له همدې امله یې پر وړاندې دا ګام اخیستی دی.

"موږ په نیولو نه کمزوري کېږو، خپلې مبارزې ته دوام ورکوو"
د بلوڅ پیوستون مارچ یوې مشرې ماه رنګ بلوڅ ادعا کړې چې د اسلام اباد پولیسو له نورو ښځو سره نیولې ده.

هغې پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي "زه له ډېرو ښځو او نارینه وو سره د اسلام اباد پولیسو نیولې یم، خو حکومت باید په یاد ولري چې موږ به تاسو ته ماتې درکړو."

هغې په یوه بل پوسټ کې لیکلي، موږ دا مهال د پولیسو په توقیف کې یو. زموږ لسګونه ځوانان د دوی (اسلام اباد پولیسو) له خوا تر موږ مخکې نیول شوي او د ښځو په ګډون ډیری ځوانان سخت ټپیان شوي دي. خو حکومت دا باید په یاد ولري چې په نیولو او زور زیاتیو نه کمزوري کېږو او نه به له خپلې مبارزې شا ته شو.

ګڼ شمېر بلوڅانو تېره ورځ د هغو تګلارو خلاف چې دوی یې خپله "نسل وژنه" بولي، له بلوچستانه د اسلام اباد پر لوري ستر لاریون پیل کړی وو چې تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل.

دا لاریون چې په منځ کې یې زرګونه ښځې او سړي ښکاري،د بلوچستان له کېچ سیمې د ډي جې خان او ډېره اسماعیل خان له لارې مخ پر وړاندې روان دی.

له یاد اعتراضیه لاریون سره په لاره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران او خواخوږي هم یو ځای شوي دي.