د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ کې یوه وسله وال کس تر ۱۵ ډېر کسان وژلي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې چارواکي وايي چې هلته په یوه پوهنتون کې د وسله وال برید په ترڅ کې تر ۱۵ ډېر کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي.

دغه برید د پراګ په چارلز پوهنتون کې شوی دی او امنیتي ادارې وايي چې د دغه برید ترسوونکی کس هم وژل شوی دی.

دا پېښه د چک جمهوريت په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوې ده.

پولیس وايي بریدګر یو ۲۴ کلن ځوان و او تر پراګ ښاره بهر په ۲۱ کيلومترۍ کې د یوه کلي اوسېدونکی و او پلار یې هم نن سهار مړ موندل شوی دی.

د چک جمهوريت کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې د پولیسو لارښوونو ته غوږ ونیسي او زیاتوي چې "نور وسله وال په دغه برید کې ښکېل نه دي."

د پوهنتون له کار کوونکو غوښتل شوي چې په خونو کې د ننه پاتې شي او ټول څراغونه مړه کړي.

یوه عیني شاهد چې د بريد سیمې ته نژدې اوسېده، بي بي سي ته ویلي، "د ډزو ډېر غږونه یې اورېدلي دي."

د پراګ د بېړنیو خدمتونو اداره وايي، ګڼ شمېر امبولانسونه یې د پېښې ځای ته استولي دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د ځینو ټپونه ژور دي.