پر زدکړو د طالب چارواکو ویشلي نظرونه؛ مولوي یعقوب وايي له لوستو کسانو پرته هېواد نه جوړېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن پنجشنبه د کابل پوهنتون د محصلینو یوې فراغت غونډې ته په بېلابېلو برخو کې پر زدکړو ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د حکومت له خوا یې پر پوهنتوني نجونو د زدکړو بندیز یو کال پوره شوه.

آن په نننۍ فراغت غونډه کې هم هېڅ ښځینه استادې او محصلې ته اجازه نه وه ورکول شوې.

ښاغلي مجاهد تور ولګاوه چې نړیوالو د افغانانو ترمنځ په علمي برخه کې د "ذهنونو بدلولو لپاره کار کړی." نوموړي دیني او عصري علوم دواړه اړین وبلل، "که ملا نه وي، عالم نه وي، طالب نه وي دا ټولنه نه شئ جوړولای او که ډاکټر نه وي، انجنیر نه وي او پیلوټ نه وي دا هېواد نه شئ جوړولاوی. هر یوه باید دا حقیقت تسلیم کړي [ورسېږي]."

د طالبانو په حکومت کې د لوړو زدکړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم هم ادعا وکړه، چې افغانستان کې د "زدکړو پرمختګ ته ژمن دي"، خو دا یې ونه ویل چې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز به یې کله پای ته رسېږي.

د ښاغلي ندیم په وینا په تېرو دوو کلونو کې د نصاب، څېړنو، استادانو او زېربناو په برخو کې "پرمختګونه" شوي دي. نوموړي تېر کال پر نجونو د زدکړو بندیز پرمهال ادعا کړې وه، یو دلیل چې نجونې له پوهنتونونو منع شوې، "درسي نصاب" دی. تر اوسه روښانه نه ده چې درسي نصاب ته د طالبانو حکومت بیا ارزونه څومره پای ته رسېدو ته نژدې شوې ده.

د کابل پوهنتون چارواکي وايي، سږ کال له ۷۰ مختلفو څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ تنه محصلان فارغ شوي دي. تېر کال د کابل له پوهنتون څخه څه باندې څلور زره محصلین فارغ شوي وو. له پوهنتونونو د فارغ شویو محصلانو شمېر پام وړ وروسته له هغه کم شو چې طالبانو تېر کال نجونې له پوهنتونونو را وګرځولې.

د ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۲۹مه (۲۰۲۲ کال ډيسمبر ۲۰مه) د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندامحمد ندیم په لاسلیک مکتوب خپور شو چې پکې راغلي وو،‌ "د اناثو [ښځينه‌و] تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی"

له همدې سره د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ د څلورم کال زدکړیاله مناهیل کامران وایي:

"دا امر ثاني په امر دایمي بدل شوی، دې پرېکړې زما په شان د ډېرو هیلې وځپلې، زه په دې ډېره ځوریږم چې خدای راکړی حق نه راکول کېږي، زما یو ارمان وو هغه سر وخواړه او مېرات شو، هغه ستر ارمان د فراغت ارمان وو، زموږ هم دوره ټولګيوال فارغ شول، د فراغت خولۍ یې په ویاړ د اسمان په لور واچولې خو موږ کور ناستې پاتې شو."

که څه هم د طالبانو حکومت له هماغه لومړي سره وايي چې ښځينه‌و ته د زدکړو لپاره له "اسلامي اصولو" او "شریعت" سره د یوه "سم چاپېریال" رامنځ‌ته کولو په هڅه کې دي خو ذکیه ګمان کوي چې هغه "امر ثاني" لنډمهاله نه بلکې "دایمي" شوی دی.

د زدکړو په اړه د طالب مشرانو ترمنځ له دا ډول څرګندونو داسې ښکاري، چې څومره سره وېشلي دي. خو په ښکاره د نجونو د زدکړو له نوم اخیستو په څنګ تېرېږي. د طالبانو په کابینه کې د امربالمعروف وزیر عصري زدکړې مباح بللې وې، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یې "عصري علوم فرض" ګڼلي وو.