طالبان خصوصي پوهنتونونو ته: د 'حنفي فقې خلاف' کتابونه ټول کړئ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته په یو لیک کې له دغو ښوونیزو موسسو غوښتي چې له خپلو کتابتونونو څخه د «حنفي فقې خلاف کتابونه» راټول کړي.

په دغه مکتوب کې چې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۲۳ مه نېټه صادر شوی، راغلي دي: "د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري تاسو ته لارښوونه کېږي چې په ټولو خصوصي تحصيلي موسسو کې کتابتونونه تصفيه کړئ. ټول د حنفي فقې خلاف کتابونه، سیاسي او هغه کتابونه چې ایډیالوژیکي ستونزې رامنځته کوي له کتابتونونو څخه لیرې کړئ او د سیرت نبي ښه کتابونه ځای پر ځای کړئ."

په مکتوب کې راغلي چې د خصوصي پوهنتونونو په کتابتونونو کې د نویو کتابونو له ځای پر ځای کولو مخکې باید د نویو کتابونو لست د لوړو زده کړو له وزارت سره شریک شي.

امریکا غږ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره تماس نیولی او د «حنفي فقې خلاف» کتابونو په اړه یې نور وضاحت غوښتی، خو د دې وزارت چارواکو د دې خبر تر خپرېدو پورې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په هرصورت، د جعفري فقې کتابونه او اثار د افغانستان په کتابتونونو او کتاب پلورنځیو کې په پراخه کچه، په ځانګړې توګه ددې هیواد په شیعه سیمو کې شتون لري.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د اقلیتونو د وضعیت په ګډون د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون مهم عناصر تر پښو لاندې کیږي. هغې په افغانستان کې "د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفینو ځپل او د بیان ازادي، د اقلیتونو د بامفهمه استازیتوب نه شتون، له قضايي بهیر بهر وژنې، نیول او جبري توقیف، شکنجه او ناوړه چلند" له بشري حقونو څخه د سرغړونو په توګه یاد کړل.

هغې په افغانستان کې د شیعه ګانو په ټولنو او مذهبی ځایونو باندې وروستیو حملو ته په اشارې سره وویل د افغانستان شیعه مذهبی اقلیت له "سخت خطر سره" مخامخ دی.

نوموړې د بېلګې په توګه په افغانستان کې پر شیعه ګانو د وروستیو بریدونو یادونه وکړه، چې لسګونه شیعه ګان په کې ووژل شول. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اوتنبایووا دا هم وویل چې په افغانستان کې د زده کړې کیفیت یوه مخ په زیاتیدونکې اندیښنه ده. هغې وویل چې د افغان نجونو یو نسل له زده کړو بې برخې شوی دی.

یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو موجودیت رد کړ او ویې ویل: "په افغانستان کې مذهبونه نشته، ټول افغانان د امام ابو حنیفه رحمه الله د دین پیروي کوي."

خو د جعفري شیعه او اسماعیلیه په ګډون د شیعه مذهبونو پیروان د افغانستان د نفوس لویه برخه تشکیلوي او په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت له ړنګیدو وروسته رامینځته شوي حکومتونو کې جعفري فقه په رسمیت پیژندل شوې وه.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او همداشان په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د یو رپوټونو په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مذهبي لږکيو په ځانګړې توګه د شيعه ګانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه.