د سالنګ تونل د بیارغونې چارې بشپړې شوې؛ برادر وايي، منځنۍ اسیا سره به سوداګرۍ کې 'مهم رول' ولري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن چارشنبه د ډيسمبر پر ۲۰مه، د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ پر لویه لاره د سالنګ تونل له بیارغونې وروسته پرانیست.

د پرانیستې په مراسمو کې یې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون نورو ګڼو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

سالنګ کې د دغه تونل د بیارغونې چارې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې.

د طالبانو حکومت کې د ټولګټو وزارت د تېر اګست پر ۳۱مه اعلان کړی و، چې دا لار به د څه مودې لپاره د تونل منځ کې د کانکرېټ اچولو تر بشپړېدو بنده وي.

د طالبانو د ټولګټو چارو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي، د "سالنګ تونل او ګالري د ټولو شته معیارونو په پام کې نیولو سره په اساسي ډول رغول شوي."

طالب چارواکو نه ده په ډاګه کړې چې د سالنګ تونل پر بیا رغونې څومره لګښت راغلی، خو وايي پیسې یې د خپل مشر "مولوي هبت الله اخوندزاده په امر د ټولپلازه له محصول" څخه ورکوي.‌

ټولپلازه هغه پیسې دی، چې له لویو لارو تېرېدونکي موټر یې ورکوي.

ځینې ځايي طالب چارواکو چې د دغې پروژې پرانیستو مراسمو ته تللي وو،‌ بي‌بي‌‌سي پښتو ته وویل، تېرو څلور میاشتو کې ګڼو ځايي خلکو په دغه پروژه کې د کار فرصت هم برابر شوی و.

ښاغلی برادر وايي، تمه یې دا ده چې دغه لاره له نورو هېوادونو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې هم مهم رول ولري.‌

د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ ټرانزیټ له همدې لارې پياوړی کړي.

نوموړي ویلي، "د سالنګ لویه لار به نه یوازې شمالي سیمې مرکز سره ونښلوي، بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې به هم مهمه ونډه ولري."

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر ملا برادر پرانیستې مراسمو ته وویل، شل کلنې جګړې افغانستان کې مهمو زېر بناوو ته زیان اړولی دی.‌

په دغه جګړه کې خپله پر طالبانو هم نېوکې کېږي، چې سړکونه او لویې لارې یې په پراخ ډول وېجاړې کړې چې اوس یې پر بیا رغونې ډېر لګښت راځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې، د سالنګ دویم تونل د جوړولو خبرې هم روانې دي او "نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي." خو روښانه نه ده چې کله او څوک به یې مالي لګښت ورکوي.‌

سالنګ چې د افغانستان له نورو سیمو سره د شمالي ولایتونو د نښلولو یوه تر ټولو مهمه لویه لار ده، د تونل له لارې یې هره ورځ زرګونه مسافر او لویه اندازه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د سالنګ تونل د اوبو له سطحې ۳۹۵۰ متره لوړ او د هندوکش د غرونو تر منځ پروت دی.‌

دا پروژه د افغانستان د پخواني پاچا ظاهر شاه له خوا د شوروي حکومت په همکارۍ ۱۹۵۸ کال کې پیل شوې وه او چارې یې وروسته له شپږو کالو په ۱۹۶۴ کال کې بشپړې شوې.

دا لار په ژمي کې د ډېرې واورې اورښت له امله هم ډېر کله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.